کندهار کې له کلونو ځنډ وروسته يو ځل بيا ښاري ملي بسونو فعاليت پېل کړ

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې له کلونو ځنډ وروسته يو ځل بيا ښاري ملي بسونو خپل فعاليت له سره پېل کړ.

کندهار کې د طالبانو د ملي بس تصدۍ مشر عبدالبصير صميمي اطلاعات روز ته وویل، چې اوس مهال د دغه ملي بسونو شمېر پنځه عرادې دی او په راتلونکي کې به یې شمېر زيات شي.

نوموړي زياته کړه چې د دې ملي بسونو له جملې به درې د کندهار ښار کې خلک له يوې سيمي بلې سيمې ته وړي او دوه نور به د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ تګ راتګ کوي.

صميمي زياته کړه چې اوس وخت دوی د خپلو کارکوونکو د معاشاتو او تېلو له ستونزې سره مخ دي او که يې ياده ستونزه حل شي نو دا پروسه به نوره هم وغځوي.

د ملي بس تصدۍ مشر وايي، اوس مهال ورسره پنځه پنځوس عراده خراب ملي بسونه ولاړ دي چې له هغې جملې يې پنځه عراده جوړ کړي او پنځه عراده به په راتلونکو وختونو کې له سره ترميم کړي.

ده وويل، چې د لنډ وخت له پاره به يې د تېلو مصرف کندهار کې د طالبانو اداره ورکوي او له‌ هغه وروسته به خپله د معاشاتو او تېلو ستونزه‌ هواره کړي.

د صميمي په خبره، چې په کندهار ښار کې دننه به له هرې سوارلۍ څخه پنځلس افغانۍ او له کندهار ښار څخه بيا تر سپين بولدک ولسوالۍ پورې به له هر سوارلۍ څخه يو سل شل افغانۍ کرايه اخلي.

د تېر حکومت د لومړیو کلونو پر مهال کندهار کې لسګونه ملي بسونو په فعاليت شروع وکړه خو له څه مودې وروسته د دغه ملي بسونو د نه ترميم له کبله يې فعاليت ودرېده.

په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی ګوي او زياتوي چې له دې وروسته به هغه کسان په ډېر آسانۍ سره له يوې سيمي څخه بلي سيمي ته انتقال شي چې اقتصادي حالت يې خراب وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې دغه ملي بسونه د نه پاملرنې له امله خراب شوي و او هيڅ ډول فعاليت يې نه درلود.

د کندهار اوسېدونکي اړ وو څو له يوې سيمې څخه بلي سيمي ته د تلو پر مهال له ټکسي او يا رکشې څخه ګټه واخلي هغه څه چې د دوی په وينا ډېره کرايه ورڅخه پرې مصرفېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه