اطلاعات روز: د ارزګان ولایت په ګيزاب کې یوه ځایي سرچينه وايي، د دغې ولسوالۍ په ګرد بالا سيمه کې يو کس خپل ورور په لرګي وهلی او وژلی یې دی.
دغه سرچينه زياتوي چې پيښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د وژل شوي کس ورور غوښتل د خپل پلار ۴سوه زره پاکستانۍ کالدارۍ له کور څخه وتښتوي او کشر ورور يې ددغه کار مخالفت کړی دی.
د سرچينې په خبره مشر ورور خپل کشر ورور په لرګي وژلی او وروسته يې پيسي تښتولي دي.
دغې سرچينې زیاته کړه چې ياده پيښه داسې مهال رامنځته شوې چې د کور نور غړي میلمستیا ته تللي وو.
د سرچېنې په باور چې په قتل تورن کس اوس د طالبانو لخوا د پیسو سره يو ځای نيول شوی دی.
تر اوسه د ارزګان سيمه ييزو چارواکو ددغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.
