د علماوو غونډه؛ مولوي انصاري: څوک چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي سر یې باید ووهل شي

اطلاعات روز: د هرات د یوه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري په کابل کې د طالبانو له لوري د دیني عالمانو په جوړه شوې غونډه کې ویلي، څوک چې د طالبانو د نظام پر وړاندې سر راپورته کوي باید سر یې ووهل شي.

د باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر کنترول لاندې فعاليت کوي، د انصاري څرګندونې خپرې کړي دي.

هغه ویلي: «هر هغه څوک چې د اوسني حکومت پر وړاندې سر پورته کړي، بايد سر یې ووهل شي.»

مولوي مجیب الرحمن انصاري د هرات د ګذرګاه شریف د جومات ملا امام دی.  نوموړی یو له هغو سخت دریځو ملایانو څخه دی چې د تېر حکومت پر مهال یې څرګندونې ډېر ځله غبرګونونه راپارولي وو.

نوموړي په نننۍ غونډه کې له طالبانو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په کابل کې د طالبانو له خوا پلان شوې د دیني عالمانو او قومي مخورو غونډه نن (پنج شنبه، ۹ د چنګاښ) د دغې ډلې د لومړي وزیر ملاحسن اخند په وینا پیل شوه.

د طالبانو په وینا په دې غونډه کې تر ۳۵۰۰ زیاتو عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی دی.

دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د رسنیو له مستقیم پوښښ پرته دا مهال روانه ده.

د طالبانو مخالفینو په کابل کې د علماوو د غونډې جوړېدل د دې ډلې لخوا د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه بللې ده.

دغه راز په دغه غونډه کې ښځو ته په برخه نه ورکولو توندې نیوکې شوي؛ خو طالبان وايي چې د ښځو استازیتوب نارینه کوي ځکه چې نارینه د ښځو اولادونه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه