اطلاعات روز: په کابل کې د طالبانو له خوا پلان شوې د دیني عالمانو او قومي مخورو غونډه د دې ډلې د لومړي وزیر ملامحمد حسن اخوند په وینا پېل شوه.
د طالبانو په وینا په دې غونډه کې تر ۳۵۰۰ زیاتو علماوو او قومي مخورو ګډون کړی دی.
دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د رسنیو له مستقیم پوښښ پرته اوس مهال روانه ده.
باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د ملاحسن اخند د وينا ټکي یې پر ټويټر خپاره کړي دي.
د طالبانو لومړي وزیر ټینګار کړی، چې علما او قومي مشران باید د طالبانو له نظام څخه ملاتړ وکړي او دا د دوی دنده ده.
ملاحسن اخوند اعتراف کړی چې طالبانو په رژيم کې ښايي «څوک تېروتنه وکړي خو د یوه کس ګناه باید ټول نظام ته منسوبه نه شي.»
نوموړي د وينا په يوه برخه کې ویلي، هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې يې خلک « در په در» کړي، اوس چې بهر ته تللي، د ستونزو د رامنځته کیدو په لټه کې دي.
هغه د غونډې ګډون والو ته ویلي: «تاسو د ولس علماء او قومي مشران هغو کسانو ته چې اوس هم د اسلامي نظام په مقابل کې درېږي دا پيغام ورکړئ چې ستاسو حيثيت څه دی؟ په کوم سبب د دغه اسلامي نظام مقابله کوئ؟»
د طالبانو مخالفینو په کابل کې د علماوو د غونډې جوړېدل د دې ډلې لخوا د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه بللې ده.
دغه راز په دې غونډه کې د ښځو په نه شتون توندې نیوکې شوي؛ خو طالبان وايي چې نارینه د ښځو استازیتوب کوي ځکه چې دوی د دغه میرمنو اولادونه دي.
