اطلاعات روز: کندهار کې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مسوولین وايي، په دې ولايت کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه تر ۱۵ متره پورې ټيټه شوې، چې ورسره يو وخت دوی پخوانۍ ژورې برمې بندوي او نوې هغو ته اجازه نه ورکوي.
وچکالي او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ښکته کیدل يو له هغه ستونزو څخه دي چې اوس مهال يې کندهار کې عام وګړي او کروندګر د سخت حالت سره مخامخ کړي دي.
د کندهار خلک اندېښمن دي او وایي، که بارانونه ونه شي او وچکالي دوام پیداکړي نو تر ځمکې لاندې اوبه به وچې او هر څه به له منځه لاړ شي.
حجت الله د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی دی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په خپل کور کې يې ۳۰ متره برمه وهلې وه خو هغه تېر کال وچه شوه او اوس یې دغه برمه ۶۰ متره نوره هم ژوره کړې خو په وينا يې چې سربيره پر دې بيا هم وچه شوه او مجبوره دی چې نوره يې هم ژوره کړي.
د ده په وينا، چې د اوبو نه شتون ورته په درد سر اوښتی او که حل نه شي نو کډوالۍ ته به مخه کړي.

حجت الله زياته کړه چې يو ټانګر اوبه له ۸۰۰ څخه بيا تر ۱۲۰۰ افغانیو پوري رانيسي او وروسته د يوې مياشتې له پاره ورڅخه د څښاک او نورو ضرورتونو په موخه ګټه اخلي.
نموړی وایي، باغ لرونکي د لمر راختو سره ماشینونه چالانوي او تر لمر لویدو پورې یې نه بندوي چې دا کار د ځمکې لاندې اوبو له پاره ستر ګواښ دی.
د حجت الله له قوله: «د اوبو نه شتون ټولو ته معلوم دی چې څومره تاوان لري، زموږ د اوسېدو ساحه خو بيا له پخوا څخه وچه ده، پخوا به لا د لوی ويالې اوبه رايله شوې خو اوس هغه هم نشته، د ډېرو خلکو باغونه وچ شول، موږ خو لا ښه يو، يو ټانګر به رانيسو او ګټه به ترې واخلو نور به څه کوي.»
هغه څه چې کندهار کې یې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټيټه کړې، په ماشينونو او سولریزې بریښنا د اوبو دوام داره رايستل بلل کېږي.
حاجي صديق الله د کندهار ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ کې باغونه لري.
هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که خپل باغونه په ماشینونو اوبه نه کړي نو ټوله باغداري به یې له منځه لاړه شي.
دغه کس کندهار کې د اوبو د کمښت تر څنګ د برېښنا له ستونزې هم شکايت کوي او وايي، په پخواني وختونو کې جنګونو ځپل خو اوس يې وچکالي ځپي.
دی زياتوي که خپل د باغ ونو ته پر وخت اوبه ورنکړي نو د حاصلاتو د کمېدو ترڅنګ يې خوند او کيفيت هم له منځه ځي.
حاجي صديق الله د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي څو ورته لويي ويالې او بندونه جوړ کړي ترڅو شته ستونزې هوارې شي.
د نوموړي په خبره حکومت او موسېسات بايد په ګډه سره خلکو ته د اوبو د زیات مصرف په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
دغه باغ لرونکی زیاته کړه: «که خپلو ونو ته اوبه ورنه کړو نو وچېږي، حاصلات يې خرابېږي، خوند او کيفيت له لاسه ورکوي، بيا يې نو څوک زموږ څخه نه رانيسي، حکومت وايي برمې بندوو نو اول ماته اوبه پيدا کړه بيا راشه برمه بنده کړه چې اوبه نه وي موږ څه وکړو، هيڅ څوک بې له اوبو ګذاره نه شي کولای.»
داد محمد په ارغنداب ولسوالۍ کې اوسېږي او هلته باغواني کوي نوموړي د سږکال وچکالۍ په اړه اطلاعات روز ته وويل، چې د دوی پر ژوند او ورځنیو چارو يې ډېره اغېزه کړې ده.
دی وايي، سږکال يې د وچکالۍ له کبله ډېر تاوان کړی دی.
دی زیاتوي د ارغنداب په کومه سيمه کې چې دوی اوسېږي هلته د اوبو کچه شل متره ټيټه شوې او نور هم د کښته کېدو په حال کې ده.
داد محمد له خلکو غوښتنه کوي څو اوبه د خپلې اړتيا مطابق مصرف کړي او نورو ته هم په همدې برخه کې معلومات ورکړي.
دهغه په وينا: «اوبه بايد لږ مصرف شي، ټوله خلک بايد احتياط وکړي، موږ اوس اوبه نه لرو که وچکالي را روان کال هم دوام وکړي نو ډېر کسان به زیان وکړي.»
د همدې سيمې يو بل تن اوسېدونکي حاجي نظر محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د طالبانو حکومت بايد د خپل سري برمو وهلو مخه ونيسي ځکه په خبره يې تاوان يې ټول ښار ته رسېږي.

هغه وايي، دکور برمه يې وچه شوې او پخوا به يې يو ټانکر اوبه په ۵۰۰ افغانۍ رانيولې خو اوس هغومره اوبه په ۱۰۰۰ افغانيو رانيسي.
په ورته وخت کې د کندهار ولايت د کاناليزاسيون او اوبو رسولو شرکت طالب مشر انجنير مولوي جانان آغا اطلاعات روز ته وويل، سږکال د کندهار په بېلابېلو ناحیو کې د اوبو سطحه تر ۱۵ متره پورې ټيټه شوې.
نوموړی وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې يې د اوبو رسولو پروژې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به ډېر شمېر کسان له اوبو څخه برخمن شي.
د هغه په خبره، چی اوس وخت د کندهار ښار په داخل کې د مختلفو ناحیو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي او عاجله اړتيا ورته لري.
د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر وايي، تر اوسه پورې دوی توانيدلي چې د دغه ولايت ۱۰ سلنه کورنيو ته اوبه ورسوي او د ۹۰ سلنه نورو کورنيو له پاره کار روان دی څو د پاکو اوبو رسولو زمينه ورته برابره کړي.
دی زیاتوي، له يو شمېر بهرنيو موسېساتو سره په اړيکه کې دې چې له هغې جملې ځينو خپل کارونه پيل کړي او د ځينو هغو بيا پلانونه ورته وړاندې کړي.
د جانان اغا په خبره په اوسني وخت کې د کندهار ښار د اوبو کچه ډېره ښکته شوې کوښښ کوي ترڅو له نېږدې ولسواليو څخه ښار ته اوبه د پيپونه له طريقه انتقال کړي.
جانان اغا زیاته کړه چې دوی اوس مهال په کندهار ښار کې مطلق د ژورو برمو پر وهلو بندیز لګولی او که څوک ترې سر غړونه وکړي جدي اقدامات به ترسره کوي.
دده په وینا: «په کندهار کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده موږ کوښښ کوو چې دا ستونزه هواره کړو، په تېرو اتو مياشتو کې موږ دېرې لاسته راوړنې لرو، موږ توانېدلي يو چي د کندهار ښار ۱۰ سلنه خلکو ته د څښاک او استعمال پاکې اوبه ورسوو او دا لړۍ به ادامه پيدا کوي.»
د ديادونې وړ ده چې د کندهار په ډېرو سيمو کې يو شمېر خلک اوبه په بیه رانيسي. دا په داسې حال کې ده چې کندهار کې د تېرو دوو کلونو راهيسې د اوبو کچه د ټېټېدو په حال کې ده، خو مسوولين یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکوي.
