اطلاعات روز: د هلمند په مرکزي لوبغالي کې د دې ولایت تر څنګ د کندهار، هرات او غزني ولایتونو تر منځ د کرېکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.
هلمند ولایت کې د کرېکټ آمر جانان فولادوال وايي، چې د دغو ولايتي سياليو کوربه هلمند ولايت دی او په خبره يې چې يادې لوبې به څلور ورځې دوام وکړي.
په همدې حال کې د هلمند د کرېکټ اکاډمي روزونکی عبدالرحمن ناصري وايي چې یادې سیالۍ د هلمند کرېکټ بورډ لخوا په لاره اچول شوي چې موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول او تشویق دی تر څو د ځوانانو استعدادونه راپور او تجربې ترلاسه کړي.
د نوموړي په خبره چي د دې زون ځوان لوبغاړو لپاره چي په بیټینګ ،بالینګ او یا هم پیلډینګ کې ستونزې ولري دغه ډول لوبې پر لاره اچولي دي.
ښاغلي ناصري د مسوولینو غوښتنه وکړه چي ورسره همکاري وکړي تر څو دغه راز سیالۍ ترسره شي چې دې زون کې نوي او تکړه لوبغاړي په نښه شي او د هېواد په کچه لاسته راوړنې ولري.
په ورته مهال هغه لوبغاړي چې په يادو لوبو کې یې ګډون کړی خوشاله دي او غوښتنه کوي چې د کرېکټ بورډ اداره او ملي تجاران دې په راتلونکي کې له دوی سره مرستې وکړي او دغه ډول لوبې دې ورته پرلار واچوي.
هلمند کې څه موده وړاندې هم د ولايتي کرېکټ سيالۍ ترسره شوې وې چې ګڼو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
