کندهار کې د طالب ځواکونو په ډزو کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي

اطلاعات روز: د کندهار ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې طالب ځواکونو پر ملکي وګړو ډزې کړي چې په پايله کې یې دوه تنه ټپيان شوي دي.

کندهار کې یوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې وویل، چې طالب ځواکونو نن (سه شنبه، ۷ د چنګاښ) له غرمې مخکې د ښار په لسمه حوزه کې پر ملکي وګړو ډزې کړي دي.

سرچينه زياتوي چې په ډزو کې دوه ملکي کسان ټپیان شوي او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.

په ورته وخت کې کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين دغه خبر تائیدوي او وايي، چې د دوی امنيتي کسانو څخه په تېروتنه کې څو خطايي ډزې شوي.

دوی زياتوي چې د پېښې ټپيان يې روغتون ته انتقال کړي او اوس يې روغتيا حالت د ډاډ وړ دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې څو مياشتې وړاندې هم د‌ طالبانو امنيتي ځواکونو په کندهار ښار کې پر یوې رکشې خطايي ډزې کړې وې، چې په پایله کې يې يوه ښځه مړه او د يو نارينه په ګډون دوې نورې ټپیانې شوې وې.

د يو بل خبر له مخې بيا تېره ورځ د کندهار ولايت په ښکته ميوند ولسوالۍ کې يو ليونی سړی له ډېرې تندې څخه مړ شوی.

د ښکته ميوند ولسوالۍ له پاره د طالبانو امنیې قومندان حافظ عبدالخالق وايي، تېره ورځ په دغې ولسوالۍ کې يو کس د شديدي تندې څخه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وایي ياد کسان معتاد و او ترڅنګ يې رواني ناروغۍ هم درلوده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه