اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې وایي، چې د دې ولایت د ښار په اتمه حوزه کې ناپیژانده وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.
دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، ناپیژانده وسله والو تېره شپه (شنبه، ۴ د چنګاښ) شاوخوا اته بجې د کندهار ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې يو کس په ډزو وژلی دی.
سرچينه زیاتوي، د وژل شوي کس هويت نه دی په ډاګه شوی او مړی یې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ مسوولينو روغتون ته لېږدولی.
د سرچينې په خبره، چې یو شمیر وسله وال په يوه لوکسل موټر کې ناست وو او د دغه کس د ویشتلو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.
په همدې حال کې د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون مسوولين هم دغه خبر تائیدوي خو د وژل شوي کس د هويت په اړه بې خبري ښیي.
په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د ځان وژنې او هدفي وژنو پیښې ډیرې شوي چې تېره ورځ هم په همدې ولايت کې یو اتلس کلن ځوان د کورني تاوتريخوالي له امله ځان زندۍ کړی و.
