اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې په يوې اور لګيدنه کې ملکي خلکو ته يو ميليون افغانۍ زيان اوښتی دی.
په دې ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، چې دغه اور تيره شپه (جمعه، ۳ د چنګاښ) د ښار په لومړۍ حوزه د عمري مارکيټ په یوه دوکان کې لګیدلی دی.
هلمندی زیاتوي، چې سيمې ته د دوی د اور وژنې ډله پر وخت رسيدلې او په ياد دوکان کې یې د لس ميليونه افغانیو په اندازه توکي د اور د خورک څخه ژغورلي دي.
دی وایي، د اور وژنې ډلې نورو دوکانونو ته د اور د غځيدلو مخه هم نيولي ده.
طالبانو دا نه دي ویلي چې دغه اور لګیدنه د څه له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې په دې ورستيو کې په هلمند کې د ملکي خلکو په کار ځايونو کې اور لګیدنې زياتې شوي دي.
