لوړ ولور؛ پکتیا کې یې له امله کابو ۱۰ سلنه له ګډ ژونده پاتې کیږي

خبریال: امېد اشنا

لوړ ولور په پکتيا کې هغه لويه ټولنيزه ــ کلتوري ستونزه ده چې د ډېری پېغلو او هلکانو د ګډ ژوند مخه يې نيولې او تر دې دمه ورته حل لاره نه ده موندل شوې.

څه موده وړاندې د پکتيا د اطلاعات او کلتور رياست ويلي و، چې د لوړ ولور له امله په پکتيا کې شاوخوا ٪۴۰ ځوانان په خپل وخت واده نه شي کولی او کابو ٪۱۰ نور په دايمي ډول له ګډ ژوند جوړولو پاتې کيږي.

په دې ولايت اوسمهال د ولور منځنۍ کچه شاوخوا پنځه لکه افغانۍ ده، چې د واده له نورو لګښتونو سره دا اندازه نوره هم لوړيږي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د جنګ، جګړو له امله د بېوزلي کچه خورا زياته ده او د احصايې ادارې او بشر حقونو کميسيون د شمېرو له مخې د پکتيا ولايت شاوخوا ۴۸ سلنه اوسېدونکي د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو د دومره زيات ولور پوره کول خورا ستونزمنه ده.

په ټولنيزو او اقتصادي چارو کې د پکتيا د والي مرستيالې انجينر زهرا احمدزۍ له اطلاعات روز سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د دوی د ادارې د مطالعې او سروې پر اساس لوړ ولور د هلکانو او انجونو د ژوند د تاوتريخوالي تر ټولو لوی لامل دی.

احمدزۍ وايي پلرونه د خپلو اولادونو د خوشاله ژوند مسوول دي او د هر هغه څه مخه بايد ونيسي، چې له امله يې د لور يا زوی ژوند خرابيږي.

نوموړې زياته کړه: «د تاوتریخوالي او حقوق بشر کمېټې مشري زه کوم او کومې قضايا چې راځي او ما په عموم کې ستونزې مطالعه کړې، د ټولو مصيبتونو او ستونزو يوازينۍ منشا جګ ولور دی.»

په ټولنيزو او اقتصادي چارو کې د پکتيا د والي مرستياله انجينر زهرا احمدزۍ

مدني فعاله ناجيه نګاه وايي چې له انجلۍ سره د زياتو پيسو اخيستو له امله د خسر په کور کې ناوړه چلند کيږي او دا حالت پر ماشومانو مستقيم منفي اغېز لري.

نګاه وويل: «کله چې انجونې وديږي، له تاوتريخوالي او کړاوونو سره مخ کيږي، په عادي خبره وهل او ټکول کيږي. د تاوتريخوالي علت لوړ ولور او د خلکو ناپوهي ده.»

د عبدالله په نوم د احمدابا ولسوالي يو ځوان وايي چې شاوخوا څلور کاله کيږي، کوژده يې کړې، خو د  زيات ولور له امله واده نشي کولی.

نوموړي وويل چې د ولورو د شاوخوا شپږ لکه افغانيو پوره کولو لپاره يې يوه اندازه ځمکه هم پلورلې، خو خسر يې ورته ويلي تر هغه واده نه ورکوي، چې ټولې يې پيسې نه وي ور پوره کړې.

نوموړی اوسمهال د مياشتې په شاوخوا لس زره افغانۍ له يوې خصوصي ادارې سره د صفاکار په توګه دنده تر سره کوي.

ديني عالم قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې د لوړ ولور پوره کولو لپاره ځوانان په قاچاقي لارو نورو هېوادونو يا غير قانوني چارو ته لاس اچوي او په ټولنه کې اخلاقي انحراف ته لاره هواروي.

حقبيان دا کار د اسلام له نظره مردود بولي او له ديني عالمانو غواړي چې په دې اړه خلک وپوهوي.

نوموړی وايي: «هر څوک چې اصيله خور، لور خرڅوي، نبي کريم”ص” فرمايي هغه ديوس دی. حضور کريم”ص” فرمايي چې د قيامت په ورځ به الله تعالی له اووه کسانو سره خبرې نکوي او د رحمت په نظر به هم نه ورته ګوري او له هغوی يو هغه څوک دی چې پر خپله خور، لور پيسې اخلي.»

د ښځو چارو رياست وايي چې د لوړ ولور د کنټرول لپاره په ځينو سيمو کې تړونونه وشول، خو د قوي قومي څار او ملاتړ د نشتوالي له امله ندي پلي شوي.

د ياد رياست مشره نسرين اورياخېل اندېښمنه ده چې لوړ ولور د کنټرول پر ځای لا هم لوړيږي او په دې برخه کې د حکومت مداخله اړينه بولي.

خو د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې په دې اړه يې د تفاهم له لارې له علماوو او قومي مشرانو مرسته غوښتې او د قانون له مخې زيات فشار نشي پرې راوړلی.

فدايي وويل:«له علماوو سره مو خبرې کړې، مدني ټولنو ته مو ويلي چې په دې اړه کمپاين وکړي. قومي مشرانو ته مو ويلي چې يو تړون وکړي چې د هغه په وجود کې يو مشخص ولور معلوم کړي، چې کم وي او هر ځوان يې ادا کړی شي.»

د يادونې ده چې د ګردېز د ځينو سيمو په ګډون د پکتيا په بعضې ولسواليو کې د کم ولور قومي تړونونه هم شوي، خو د لازم څار د نشتوالي له امله يې ډېر ندي پلي شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه