اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې يو ۱۴ کلن هلک د اوبو په يوه څاه کې د باوړۍ نړیدو له امله مړ شوی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندی وايي د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالۍ د «بنادر» په کلي کې يو ۱۴ کلن ماشوم هغه مهال ژوند د لاسه ورکړی کله چې ياد ماشوم د اوبو په يوه څاه کې په کار کولو بوخت و.
هغه وايي ياد ماشوم د اوبو څاه ته په دې موخه ښکته شوی و ترڅو په ياده څاه کې د اوبو د زياتوالي په هدف کار وکړي خو په خبره يې چې د کار پر وخت د اوبو څاه باوړۍ پر ياد ماشوم نړيدلې او هغه یې مړ کړی دی.
د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې سږکال د نورو کلونو په پرتله وچکالۍ د ريکارټ کچې ته رسيدلې او ډير خلک د څښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسی نه لري.
