طالبان: په ارزګان کې مو د یو تېر ایستوونکي شرکت فعالیتونه درولي

اطلاعات روز: ارزګان کې هغه شرکت چې د خلکو څخه به يې پیسې اخيستي او ويل به يې چې يادو کسانو ته د کار زمينه برابروي د طالبانو لخوا تړل شوی او مسوولين يې نيول شوي دي.

په ارزګان ولايت کې د طالبانو امنيې قومندان د رسنيو سره د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې د دغه شرکت مسوولين يې د خلکو د شکايتونو تر اوريدو وروسته نيولي او دشرکت دروازه يې تړلې ده.

امنیه قومندان حاجي عبدالله بشير وايي چې د ياد شرکت فعاليتونه د اسلامي اصولو خلاف و او دوی د دغه شرکت دوه مسوولین چې زوی او پلار دي نيولي دي.

هغه وايي دغه کسان به ترهغه له دوی سره بندیان وي ترڅو یې د خلکو پیسې نه وي ورکړي.

افغان نور متقي شرکت چې شاخوا دوې مياشتې کيږي په ارزګان کې یې فعاليت  پيل کړی تراوسه يې په ميليونونه افغانۍ له ملکي وګړو څخه ترلاسه کړي دي.

په دغه ولايت کې د ياد شرکت ولايتي مسوول ادعا کوي چې له دوی سره ۳۰۰ کسانو ځانونه ثبت کړي او د هر کس څخه يې ۳۵زره افغانۍ د نوم ليکني په موخه ترلاسه کړي دي.

د ياد شرکت يو مسوول ګل محمد وايي چې د هر کس څخه ۳۵ زره افغانۍ اخلي او په بدل کې له بهرنيو هېوادونو څخه د يادو پیسو په اندازه توکي پيري او دغه کسانو ته يې په واک کې ورکوي.

دغه کس ادعا کوي چې دوی غواړي چې په دغه ولايت کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه کسان چې ياد شرکت ته يې پیسې ورکړي اوس غواړي خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړي.

د سيدرحيم په نوم يو کس وايي:« موږ دغه شرکت ته راغلي وو ترڅو کار وکړو اوس چې د حکومت لخوا څخه يې کارونه بند شول موږ اوس بیرته خپلي پیسې ورڅخه ترلاسه کوو.»

په ورته مهال په دغه ولايت کې ميشت فعالان هم په ورته نظر دي او زياتوي چې دغه شرکت له خلکو څخه په چل ول پیسې اخلي او غلا کوي.

دوی د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول شرکتونو ته دي هيڅ د فعاليت اجازه نه ورکوي.

د ارزګان ترڅنګ په يو شمير نورو ولايتونو کې هم تردې مخکې د دغه ډول شرکتونو لخوا د عامو خلکو څخه پیسې اخيستل شوي او وروسته تښتيدلې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه