اطلاعات روز: د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او د سولې خبرو لومړي پړاو په اړه یې معلومات ورکړل.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په نننۍ (شنبه، ۲۹ لیندۍ) خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني، مرستیالانو یې او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د سولې له مرکچي پلاوي سره ولیدل.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني د سولې لومړي پړاو خبرو کې له خلکو د مرکچي پلاوي استازیتوب ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه چې مرکچي پلاوی دې د لومړي پړاو خبرو د پرمختیا په اړه مالومات له خلکو سره شریک کړي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي: «جمهور رییس غني د سولې پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاوو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي د سولې خبرو له لومړي پړاو خبرو پای ته رسېدو ورسته ۲۰ ورځو پورې رخصتیو ته تللي.
ټاکل شوې دغه خبرې د راتلونکې مرغومې میاشتې په ۱۶مه پیل شي.
لومړی پړاو خبرې چې د قطر هېواد دوحه کې ترسره شوې، د دویم پړاو خبرو لپاره لا ځای ټاکل شوی نه دی. که څه هم ځینو هېوادونو د دې خبرو کوربه توب لپاره سینه ډبولې خو حکومت وایي، غوره ده چې دغه خبرې په کور دننه افغانستان کې وشي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا تېره اونۍ په کور دننه خبرو په غبرګون کې ویلي و، چې د ځای ټاکل باید د سولې خبرو ګډوډلو لامل نه شي.
ښاغلي عبدالله ویلي و، چې د ځای ټاکنه د دواړو مرکچي پلاوو په خوښه کیږي.
