اطلاعات روز: پکتیا کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ګردیز کې یې څلور تنه د قیمتي ډبرو په نا قانونه کیندنې نیولي دي.
د پکتیا ولایت د طالبانو له امنیه قومندانۍ څخه نن (سهشنبه، ۳۱ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز اړوند په «غفورخېلو» سیمه کې څلور تنه د مسو او ځینو نورو قیمتي ډبرو کان کیندونکي نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کان په تېر نظام کې د ځینو کسانو له لوري تر شاوخوا ۶۰۰ متره کېندل شوی و او د پاتې برخې د ناقانونه کیندنې لپاره نیول شویو کسانو مټې رابډ وهلې وې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
په دې وروستو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو نا قانونه کېندل ډېر شوي، چې په اړه یې خلک اندېښمن او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
