د خبريالانو پر وړاندي د تاوتريخوالي دوام؛ طالبانو هلمند کې یو خبريال نیولی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وایي، په دې ولایت کې طالبانو د ځوان تکل په نوم د یو خصوصي تلویزیون خبریال نیولی دی.

ځوان تکل په هلمند کې ځايي خبريال دی دا مهال دهيلې په نوم د يوه خصوصي تلويزیون سره کار کوي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس بیا وايي، ځوان تکل یې د هلمند محبس ته د نشه یي توکو د لیږد په تور نیولی دی.

نموړی زیاتوي، یاد خبريال غوښتل دهلمند محبس کې بندي خپلوان ته نشه یې توکي یوسي چې د تلاشي پرمهال طالب ځواکونو نیولی دی.

په ورته مهال يوې بلې سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د ټولو هغو خبريالانو نیولو پسې راخیستې چې غواړي پر داسې راپورونو او خبرونو کار وکړي چې د طالبانو د نظر خلاف او د خلکو ستونزې پکې موجودې وي.

په هلمند کې دغه سرچينه زیاتوي، ځوان تکل تازه غوښتل چې په دغه ولايت کې پر يوه راپور کار وکړي او د خلکو ستونزې پکې بیان کړي.

د هغه په خبره، طالبان غواړي ټول خبريالان تر فشار لاندې راوړي او د طالبانو حکومت اړوند مثبت خبرونه پرې نشر کړي.

طالبانو په دي ورستيو کې د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې د خبریالانو نيولو ته دوام ورکړی دی.

دبي پولي خبريالانو د بنسټ د معلوماتو له مخي چې یوازې په مې میاشت کې ۱۲ خبریالان له دې سره سره نیول شوي چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب کمېسیون بېرته جوړ کړ.

د بې پولې خبریالانو ټولنې لیکلي چې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې غندي او له دوی په کلکه غواړي چې د ژورنالېستانو د خوندیتوب په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي او د مطبوعاتو قانون رعایت کړي.

د بې پولې خبریالانو د معلوماتو پر اساس خالد قادري، میرزا حسني، جمال الدین دلدار، خان محمد سیال، بصیره مصمم، الغ بېګ غفوري، جاوید اعتمادي، علي اکبر خیرخواه، رومان کریمي، سمیع الله، فرزاد او فیروز غفوري هغه خبریالان دي چې د مارچ د ۲۸ او د مې د ۲۲ ترمنځ نیول شوي دي.

طالبانو ټول نيول شوو خبريالانو ته جنايي دوسيې جوړوي او وروسته ياد خبريالان زندانونو ته ليږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه