د درونټې بند اوبو خوشې کیدو له امله د کانال ځمکو فصلونه وچ شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د درونټې بند اوبو خوشې کیدو له امله د کانال ریاست اړوند ځمکو فصلونه د اوبو نه شتون له امله وچ شوي.

ننګرهار کې دکانال ریاست اړوند ځمکې د درونټې برېښنا بند د پاکوالي په موخه د اوبو خوشې کېدو له امله زیانمنې شوې دي.

 په دغه ولایت کې دکانال اړوند ځمکو کروندګر او باغ لرونکي شکایت کوي، چې د پاکوالي په موخه د درونټې بریښنا بند د اوبو خوشې کیدو او پر دغه ویاله د اوبو بندوالي له امله يې ولاړ فصلونه او باغونه ډېر زيانمن کړي دي.

د سیدولي په نامه یو کروندګر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د درونټې برېښنا بند د اوبو خوشې کېدو له امله پر دغه نهر یا ویاله باندې هم د دوو اوونيو لپاره اوبه بندې کړای شوې وې، چې ورسره هلته په زرګونو جريبه ځمکو باندې ولاړ فصلونه زيانمن او ډېر يې بيخي له منځه تللي دي.

د درونټې بند پاکوالي له امله د کانال ریاست اړوند ځمکو باندې اوبه بندې شوي چې د ځمکو فصلونو ته زیان اوښتی

 نوموړی د بریښنا ریاست او د کانال پر ادارې نیوکه کوي که دوی ته د بند له خوشې کېدو څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وی؛ نو دوی به ډېر نه زيانمن کېدلی.

سیدولي زیاته کړه:«د ډرونټي بند خوشې کیدو له امله زموږ زیاتره فصلونه وچ شوي لکه د هندوانو او همدارنګه نور باغونه هم وچ شوي او لامل یې دا و، چې یو نیمه دوه اوونۍ کروندو ته اوبه نه راتلې چې اوبه خور مو کړای وی، نو زمونږ فصلونه ډیر زیات زیانمن شوي او بزګراونو ته یې مالي زیان ډیر اړولی او هم یې فصلونه له منځه تللي دي.»

یو بل کروندګر اکمل وایي، چې له درونټې برېښنا بند څخه د اوبو يوه لويه وياله (نهر) د کانال اړوند زرګونه جريبه ځمکو او تر څنګ يې د بهسودو، کوټ، بټي کوټ، مومندرې او غني خېلو ولسواليو ګڼې ځمکې له همدغه نهر څخه اوبه کېدلې.

د نوموړي په خبره پر دې سربیره ګڼ باغونه هم زیانمن شوي او اندیښنه یې دا ده، چې د سترسو باغونه به دا کال ښه حاصل ورنکړي.

اکمل زیاتوي: «د درونټې برېښنا بند خوشې کېدو سره بزګرانو ته زرګونه افغانۍ زيان اوښتی د مالټو باغونه مو په ټانګرونو اوبه کړي او د هندواڼو ولاړ فصل يې د اوبو نشتوالي سوځولی دی او اوبو بندېدو له امله په پټو کې ولاړ فصلونه سوځولي او دغه چاره د کانال د نهر له اوبو ګټه اخېستونکو د ټولو فصلونو د زيان سبب شوې ده.»

د اوبو خوشې کیدو وروسته زیاتره بزګران اړ شوي چې خپلې ځمکې په ټانګرونو اوبه کړي

بل لور ته د ننګرهار کانال ادارې رئيس مولوي عبدالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه بند دوی سره له مشورې پرته خوشې شوی او د ستروسو باغونو ته يې ډېر زيان رسولی دی.

نوموړی وایي، که څه هم کروندګرو او کانال ادارې ته ډېر زيان اوښتی خو بېرته اوبو سيسټم برابر شوی او ستونزه حل شوې ده.

عبدالرحمن زیاته کړه: «ننګرهار کې د کانال اړوند ځمکو کې د هندوانو او نورو مختلفو برخو کې فصلونه کرل شوي او دا حتما په خپل وخت اوبو ته اړتیا لر، چې د سترسو باغونه وخت په وخت اوبو ته ضرورت لري او د درونټې بریښنا بند په خوشې کولو باندې چې هغه د ډېم ضروت و، البته د وخت په تعين کې له موږ سره مشوره نه ده شوې، که موږ سره مشوره شوی وی، نو موږ به خپلو ټولو کروندګرو ته ويلی و، چې تاسو د بند له خوشې کېدو وړاندې درې څلور ورځو کې ځمکې اوبه کړئ؛ چې بیا به دا ستونزه نه رامنځته کیده او راتلوونکې کې به دې برخې ته پوره پاملرنه کیږي.»

هڅه مو وکړه په دې اړه د ننګرهار د بریښنا ریاست نظر هم ولرو خو د غږ په اخیستو یې بریالي نشو 

خو د ننګرهار ولايت د برېښنا رياست بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه چاره يې له خټو او رسوباتو څخه د درونټې برېښنا کوټ د اوبو کاسې د ډکېدو له امله کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د ننګرهار کانال نهر د دغه ولايت له سرخرود، بهسودو، کوټ، بټي کوټ، غني خېلو او مومندرې ولسواليو له ځينو برخو تېر شوی، چې په زرګونو هکټاره دولتي او شخصي ځمکه پرې خړوبېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه