اطلاعات روز: د کندهار د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر يو شمېر قراردادي کارکوونکي وايي، د معاش نه ورکړې له امله اړ شول چې له خپلو دندو استعفاء وکړي.
دغه کاروکونکي چې نه غواړي نومونه یې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، له شاوخوا اتو مياشتو راهيسي يې له خپلې قرادادي کمپنۍ څخه معاشونه ندې ترلاسه کړي.
دوی وايي، له مسعود حميد کمپنۍ سره یې د صفاکارانو او اشپزانو په حیث دندې اجرا کولې خو په تېرو اته میاشتو کې چا یوه افغانۍ هم نده ورکړې نو اړ شول چې خپلې دندې پریږدي.
د دوی په خبره چې شمېر يې نږدې شلو تنو ته رسېږي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
په همدې حال کې د کندهار د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر مشر نقيب الله اطلاعات روز ته وويل، ياد کسان چې شمیر یې ۱۵ تنو ته رسیږي د مسعود حميد په نوم له يوې داخلي قراردادي کمپنۍ سره د صفاکارۍ او نورو برخو کې دندې اجرا کړي چې یادې کمپنې یې معاشونه نه دي ورکړي.
د دغه هوايي ډګر مشر وايي کوښښ کوي څو د هغو ټولو کارمندانو معاش حواله کړي چې تر دې وړاندې يې قراردادي کمپنيو تنخواه ګانې ندي ورکړي.
دی زياتوي چې د کندهار د احمد شاه بابا هوايي ډګر ټولې چارې د پخوا په څېر روانې دي او له هيڅ خنډ او ځنډ سره ندې مخ شوي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د همدې هوايي ډګر د امنيت د برخې کارکوونکو هم کاري اعتصاب کړی و خو له څه مودې وروسته ورته بېرته معاشونه حواله شول.
