ننګرهار کې صنعتکارې میرمنې د خپلو تولیداتو لپاره مارکیټ غواړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې هغه مېرمنې چې د لاسي صنایعو کاروبار کوي، د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو راتګ سره سم د دوی کاروبار خراب شوی او د توکو پلور یې په ټپه دریدلی.

 جملیه په جلال اباد ښار کې د لاسي صنایع کاروبار کوي، هغه وايي، چې د تېر حکومت پر مهال يې په کور کې د ښځو لپاره لاسي غاړې، ماشومانو لپاره خولۍ او ځينې نور توکي جوړول او یاد توکي به یې په ځینو نندارتونو کې پلورل.

نوموړې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،‍ چې اوس یې کاروبار په ټپه درېدلی او په خبره یې، دمګړۍ یې د لاسي غاړو جوړول د دې له امله درولي، چې بازار نه لري او د تیر حکومت په څېر د مېرمنو لپاره ځانګړي مارکېټونه او نندارتونونه نشته.

جمیله زیاتوي:«زه دلته په کور کې د لاسي صنایع په برخه کې کار کوم څو نورې میرمنې هم راسره دي خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره زمونږ کاروبار بیخي خراب شوی او هر څه په ټپه دریدلي دي، چې له امله یې زمونږ کورنی اقتصاد هم خراب شوی او لامل یې دحکومت له لوري میرمنو ته نه پاملرنه ده، مخکې خو به مونږ خپل توکي بازار کې خرڅول او نندارتونونو کې خو اوس هیڅ نشته.»

صنعتکارې میرمنې وایي، دطالبانو راتګ سره یې کاروبار خراب شوی او د توکو دپلور بازار یې سوړ شوی

هغه وایي اوسمهال یې کورنی اقتصاد ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی او له طالب چارواکو غوښتنه کوي،چې فعالیتونو ته یې اجازه ورکړي او د لاسي توکو د پلور لپاره اسانتیاوې ورته برابرې کړي؛ تر څو د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړای شي.

نوموړې وایي، چې پخوا به یې په خپل لاس د جوړو شويو توکو له درکه د میاشتي له زرګونه  افغانیو عاید ترلاسه کاوه او د کورنۍ اړتیاوې یې ورباندې پوره کولې.

جمیله وايي، اوس یې جوړ شوي ګنډونه، د ماشومانو لپاره خولۍ او د مېرمنو لپاره لاسي جوړې شوې جامې په کور کې اېښې او د پلور لپاره یې بازار او نندارتون نشته.

جملې زیاته کړه: « له همدې لاسي صنایع له لارې به ما مخکې د کور اړتیاوې پوره کولې او کورنی اقتصاد مو ښه و، خو اوس نه حکومت د فعالیت اجازه راکوي او نه کوم توکي چې په لاس جوړ شوي بازار لري چې اوس په کور کې پراته دي، غوښتنه کوو چې میرمنې ته دې په هره برخه کې د فعالیت اجازه ورکړل شي څو دوی خپل کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي.»

دغه میرمنې وایي، له دوی سره نورې میرمنې هم په کار بوختې وې چې اوس ټولې بې کاره شوي او د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي

یوې بلې میرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دغه ولایت کې ګڼې نورې مېرمنې هم شته، چې د لاسي توکو د جوړولو له درکه یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو هغوی هم د دې په څېر د کورنۍ سرپرستان نه لري او ان ځینې یې د کاروبار د نشتوالي او تنګسیا له کبله د سړک پر سر خیرات ټولولو ته اړې شوې دي.

دغه مېرمن د طالبانو له اړوند مسوولینو تر څنګ له نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړي، چې له مېرمنو سره مرسته وکړي، پر کاروبار بندیزونه ختم او د لاسي توکو لپاره بازارموندنه ورته وکړي.

ننګرهار کې یوازې د لاسي صنایع په برخه کې دا میرمنې نه دي چې کاروبار یې په ټپه درېدلی؛ بلکې د دوی په څېر ډېرې نورې مېرمنې هم شته، چې د کورنۍ سرپرستان یې له لاسه ورکړي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه