هلمند کي د شپږ جلا ترافیکي پیښو له امله یوه ښځه مړه شوې او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په څلور ولسواليو کې د شپږ جلا ترافيکي پيښو له امله یوه ښځه مړه شوې او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې نن (شنبه، ۲۸ د غبرګولي) او پرون د هلمند ولايت په نادعلي، مارجې، باباجي او واشېر ولسواليو کي دغه ترافیکي پیښې رامنځته شوي دي.

دی وايي لومړۍ پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د نادعلي ولسوالۍ د «چاه انجنير» په سیمه کې رامنځته شوې چې د یو موټر د چپه کیدو له امله پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د دغه ترافیکي پیښې د رامنځته کیدو علت د موټروان بې احتیاطي ښودل شوې ده.

دویمه پيښه د مارجې ولسوالۍ د C1 په ساحه کې د يوه موټرسايکل چلوونکي د تېز سرعت  له امله رامنځته شوې چې خپله موټر سایکل چلوونکي پکې ژوبل شوی دی.

بله هغه تېره ورځ د مارجي ولسوالۍ د تعمیرات په څلور لاره کې پیښه شوې چې تلفات له ځان سره نه لري.

په دغه ترافیکي پیښه کې یو موټر د ډریور د بې احتیاطي او د زیات سرعت له امله له سړک څخه بېرون شوی دی.

همدارنګه یوه بله پیښه د هلمند باباجي ولسوالۍ په «لوی مانده» سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې یو ماشوم او میرمن ټپیان شوي دي. دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې موټر سایکل چلوونکي د سړک غاړې اوسپنیزې کټارې سره ټکر کړی.

په ورته ډول په مارجه ولسوالۍ کې د یوې بلې پیښې له امله یو موټر سایکل یو ماشوم لاندې کړی او ژوبل کړی یې دی چې زخمي ماشوم د ښې درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی دی.

په همدی حال کې د هلمند ځایي مسوولین وایي، چې نن د دې ولایت د واشېر ولسوالۍ په «شوراب» سیمه کې یو بار وړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې ډریور او دوه ماشومان ټپیان شوی او میرمن یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هلمند کې د ترافيکي پيښو ګراف لوړ شوی او هره ورځ ګڼ هیواد وال ژوند له لاسه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه