تېرو جګړو او روانې وچکالۍ په شمالي هلمند کې باغونو ته زیان اړولی

اطلاعات روز: د هلمند په شمالي ولسوالیو کې باغوانان وايي، تیرو جګړو او روانې وچکالۍ يې پر باغونو سخته اغیزه کړې او هرڅه يې له منځه وړي دي.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې له خورا ډیرې مودې یو شمیر باغوانان د مروجو میوه لرونکو ونو په باغوانۍ بوخت دي او د همدې باغونو د حاصلاتو له درکه خپلې ورځنۍ اړتیاوي پوره کوي.

خو پدې وروستیو کې د زراعت دا مهمه برخه د جګړو او وچکالیو تر اغیز لاندې راغلې او باغوانان وايي، چې تیرو جګړو او روانې وچکالۍ يې پر بڼوالۍ منفي اغیزه کړې ده.

دغه باغ لرونکي وايي په لومړنيو وختونو کې یې د تيرو جګړو له امله باغونو ته سخت زيانونه واوښتل او کرنيز محصولات له منځ لاړل خو بیا وروستۍ وچکالۍ ورته نور هم زيانونه ورسول اوباغونه يې د وچ کيدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی زیاتوي چې په یاده سیمه کې د اوبو د نشتون او جګړو له امله تر نیمايي زیات باغونه وچ شوي او یا له منځه تللي دي.

د هلمند بزګزان وايي، د وچکالۍ له امله یې کرنیز محصولات له منځه لاړل او اوس باغونه هم د منځه تلو په حال کې دي

دوه تنه باغ لرونکي ګل محمد او سردارولي وايي، چې د طالبانو حکومت دې له دوی سره دباغونو د بیاځلي جوړولو او اوبو د ذخيره کولو برخه کې مرسته وکړي.

دوی وویل:«په تېر حکومت کې دلته سختي جګړې وشوې هغه باغونه چې موږ درلودل ټول وچ شول ځکه د اوبه کولو لپاره ورته موږ رسيدګي نه شوه کولای کله چې جګړې ودريدې بیا وچکالي راغله دغه دی تراوسه پورې روانه ده زموږ نيم باغونه يې وچ کړل دولت دې د باغونو په جوړولو او د اوبو په ذخيره کولو برخه کې مرستې وکړي هغه اوبه چې اوس په هلمند کې دي ډيرې ښکته شوي  پر ۱۲۰ متره کې اوبه پیداکيږي.»

د باغوانانو ستونزې مو دهلمند ولایت د زراعت ریاست له مسوولینو سره شریکې کړې، د یاد ریاست مسوولین د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله باغوانۍ ته اوښتی زیان مني او وايي چې د تخریب شوو باغونو په بیا جوړولو کې له باغوانانو سره تر خپل وس او توان پورې مرسته کوي.

د هلمند ولايت د کرنې او مالدارۍ د ترويج مديرشاه محمد وايي د طالبانو له واک ته رسيدليو وروسته دوی پلان لري چې په زيانمن شوو سيمو کې نوي باغونه جوړ کړي.

طالبان وایي، دهغو کسانو سره به د باغونو په بیا جوړولو کې مرسته وکړي چې د وچکالۍ او جګړو له امله زیانمن شوي دي

نوموړی زیاتوي: «د طالبانو په راتګ سره موږ پلان جوړ کړی چې په زيانمن شوو سيمو کې نوي باغونه جوړ کړو چې دغه اوس عمل کار شروع دی يوې موسېسې کار روان کړی او خلکو ته د باغونو لپاره پايې ورکوي او ددي ترڅنګ نوي باغونه او شنې خوني ورته جوړوي ترڅو د خلکو ستونزې حل شي.»

تېرو جګړو او روانې وچکالۍ نه یوازې د شمالي ولسوالیو اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړي بلکي د هیواد په سویل لویدیځ کې میشت ګڼ شمیر اوسیدونکي له ورته ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د نورو کلونو په پرتله سږکال وچکالي زياته شوې چې په ډيرو سيمو کې عام خلک دڅښاک اوبه هم نه لري او له ناپاکه اوبو څخه استفاده کوي. نړيوالو مرستندويه سازمانونه هم په افغانستان کې پر روانې وچکالۍ انديښنه ښودلې او زياتوي چې سخته وچکالي به افغانان له زياتو ستونزو سره مخ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه