اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي وایي، د دې ولایت په ریګستان او معروف ولسوالیو کې یې د ۱۱ سوه پسونو د قاچاق په تور اووه تنه نیولي دي.
کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب وايي، دغو کسانو غوښتل څو له کندهار ولايت څخه ۱۱۰۰ پسونه پاکستان هېواد ته په قاچاقي ډول انتقال کړي.
هغه زياتوي چې طالبانو د دغو پسونو د قاچاق په تور د کندهار په ریګستان او معروف ولسواليو کې د ډیورنډ فرضی کرښې ته نږدې ۷ تنه نیولي.
دغه راز کندهار کې ځايي اوسېدونکي هم له طالبانو حکومت څخه غوښتنه کوي څو پاکستان هېواد ته د پسونو د قاچاق مخه ونيسي.
دوی وايي، که چیرته د پسونو د قاچاق مخه ونه نیول شي نو، د هیواد په بازارونو کې به د پسونو غوښې تر پخوا څو چنده ګرانې شي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم له افغانستان پاکستان ته د پسونو قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
