اطلاعات روز: ارزګان کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې يوه قابيلې چې په روغتون کې یې کار کوه ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچينه زیاتوي تر اوسه معلومه نه ده چې د يادې قابيلې د وژل کيدو لامل څه دی خو زياتوي چې پر بدن يې شنه ټپونه ښکاره کيدل.
په ورته مهال په ارزګان کې سيمه ييز روغتيايي مسوولین وايي، چې ياده قابيله د دغې ولسوالۍ په «ديوانه ورخ» کلي روغتون کې مړه شوې ده.
د دغه روغتون تمويل کوونکي «موف» (MOVE) موسېسې ولايتي مرستيال لعل محمد احمدزي په دې اړه وويل، چې يادې ناروغې قابيلې هغه مهال ژوند له لاسه ورکړی کله چې يې ورور ورته د درملنې په موخه سيروم لګولی و.
احمدزي د یادې قابیلې په اړه نور معلومات ور نه کړل خو، زیاته یې کړه چې د ناسمو درملو د کارولو له امله یې ساه ورکړې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه په ارزګان کې د طالبانو دچارواکو نظر هم له ځان سره ولرو خو هغوی په دي اړه څه ونه ویل.
