ننګرهار د بشري مرستو په ویش د ښوونکو نیوکې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د دولتي ښوونځیو ښوونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د مرستندویه ادارو له لوري د بشري مرستو په ویش کې له پامه غورځول شوي.

د ښوونکو په خبره کومې بشري مرستې چې دغه ولایت کې دخوراک نړیوال سازمان، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسېسو له لوري ویشل کیږي، د ویش په برخه کې یې ښوونکو ته څه ډول چې لازمه ده پام نه دی شوی.

د عبدالحمید په نامه یو ښوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ پر هغه چا وېشل کېږي چې مستحق یې نه وي.

عبدالحمید زیاتوي:«ننګرهار کې چې کومې بشري مرستې ویشل کیږي په زیاترو کې یې ښوونکي په پام کې نه نیول کیږي او دا مرستې څه ډول چې لازمه ده په مستحقو کورنیو نه ویشل کیږي او په خاص ډول ښوونکي له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې دوی ته په کې هم پام نه دی شوی او غوښتنه کوو، چې د بشري مرستو په ویش کې ښوونکو ته خاص پام وکړي.»

ښوونکي روان اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړبولي اوغوښتنه کوي، چې خیریه بنسټونه او نورې مرستندویه ادارې دې له دوی خپلې مرستې نه سپموي.

د ننګرهار ښوونکي وایي، ټولې مرستې د شخصي اړیکو پر بنسټ ویشل کېږي او عدل په پام کې نه نیول کېږي

د معلم رحیم په نامه یو ښوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې روان اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ بولی او وایي، که مرستې ورسره ونشي له سختو ستونزو سره به مخ شي.

معلم رحیم زیاته کړه: «اوسمهال ښوونکي له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه د نوي تحول په راتګ سره د ښوونکو معاشونه هم ځندیلي وو او همدارنګه تنخوا یې هم کمه ده، که چیرې د ښوونکو اقتصادي ستونزې حل شي دوی کولای شي؛ چې په ښوونځیو کې ښه تدریس وکړي او دندې ته هم په ډاډه زړه حاضریږي، نو په اوسني وخت کې ښوونکي له اقتصادي بحران سره مخ دي او لازمه ده چې کومک ورسره وشي.»

اخوا د پوهنې ریاست بیا وایي،هڅه یې پېل کړې څو ټولو ته په یوه اندازه مرسته ور ورسوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې رییس حبیب حضرت حقاني وایي، له خیریه بنسټونو او نورو مرستندویه ادارو سره په تماس کې دی، څو ټولو ښوونکو ته په شفاف ډول مرستې ورسیږي.

حقاني زیاتوي:« د ننګرهار پوهنې ریاست په هڅه کې دی چې د ښوونکو لپاره له مختلفو مرستندویه ادارو له لوري مرستې راجلب کړي او پر ښوونکو یې وویشي، چې په همدې تړاو مونږ له خیریه بنسټونو او همدارنګه له نورو نړیوالو موسېسو سره په تماس کې یو او د ښوونکو ستونزې مو ورسره شریکې کړي، نو تمه شته چې ښوونکو سره به د خوراکي توکو په برخه کې مرستې ترسره شي.»

ننګرهار کې ښوونکي داسې مهال د مرستو د ویش څخه شکایت کوي چې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسېسې مسوولان وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې په دې ولایت پر ۸۰۰ ښوونکو مرستې ویشلي او دا لړۍ دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه