زابل کې یو شمیر خلک په یوې نا معلومې ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولین وایي، په دې ولایت کې لسګونه کسان په یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي چې اوس تر جدي درملنې لاندې دي.

زابل کې د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د دې ولایت په ارغنداب، سیوري او شهر صفا ولسوالیو کې په يوې نامعلومې ناروغۍ چې د کولرا شک پرې کېږي شاوخوا ۴۰ تنه اخته شوي دي.

د ده په وينا د کومو کسانو روغتيايي حالت چې د اندیښنې وړ و، هغه يې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال کړي او د پاتې نورو ناروغانو درملنه یې هماغلته په ولسواليو کې شروع کړې.

ډاکتر حکيمي زیاته کړه، چی د ناروغۍ د تشخیص له پاره يې ټيمونه سيمي ته لېږلي او کلينيکي څېړونو څخه داسې ښکاري چې کولرا ناروغي ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په دې ناروغۍ باندې سلګونه کسان اخته شوي وو، چې له هغې جملې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ او پاتې نور يې روغ شول.

د افغانستان په ډېر شمېر سيمو کې هر کال سلګونه کسان په کولرا ناروغۍ اخته کېږي چې له هغې جملې يو شمېر رغېږي او د ګوتو په شمېر ناروغان يې د نه درملنې له کبله خپل ژوند د تل له پاره له لاسه ورکوي.

ډاکټران وايي د ګرمۍ په موسم کې بايد تر نورو وختونو خلک دېر د خپلو خوړو او څښاک اوبو ته پام وکړي تر څو له دغه ډول ناروغيو څخه په امن کې پاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه