د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پنځه زره کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو پروژه پېل شوه

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د دې ولایت د ښاروالۍ له لورۍ ۵ زره کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو چارې پېل شوې.

کندهار کې د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وايي، د اوبو رسولو دغه پروژه د سپين بولدک ولسوالۍ د «مرغۍ» په کلي کې عملي کېږي.

نوموړي زیاتوي، ددې پروژې پر مټ به پنځه زره کورنۍ وکولای شي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیداکړي.

د انجنير جانان آغا په خبره، د ښاروالۍ مقام له لوري د اوبو رسولو پر دې پروژه پنځلس ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د څلور مياشتو په موده کې به بشپړه شي.

دغه پروژه د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له لوري عملي کېږي

د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر زیاته کړه، چې اوس مهال په همدې سيمه کې د دوی شپږ برمې شتون لري او له هغې جملې د يوې برمې د بشپړه فعالېدو وروسته به پنځه زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

دی زياتوي په راتلونکي کې به پر پاتې پنځو برمو د دوی کار پيل شي چې د هغو پر مټ به شاوخوا ۱۵زره کورنۍ پاکو اوبو ته لاس پيدا کړي او خپلې اړتياوې به پرې پوره کړي.

ډ يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې د کندهار په يو شمېر سيمو کې ‌د اوبو سطحه ټيټه شوې چې ورسره يو وخت يې خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار ولايت اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او بهرنيو موسېساتو څخه غوښتنه کوي څو په دې ولايت کې د اوبو رسولو پروژې عملي کړي چې خلک پر کار شي او کورنيو ته پاکې اوبه ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه