افغان کرېکټ ملي لوبډلې له زېمبابوې سیریز وګاټه

ACB

اطلاعات روز: افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماته ورکړه او ددې لوبو لړۍ یې خپل په نوم کړه.

افغان کرېکټ لوبډله په دې وتوانیده چې د لوبو دا لړۍ درې صفر وګټي.

دلوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهدي وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

زېمبابوې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.

افغانستان ټاکلی هدف په ۳۶ اورو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او د دې لوبو لړۍ یې وګټله.

د زېمبابوې لوبغاړو له ډلې څخه ۳۸ منډې سکندر رضا جوړې کړې خو نور لوبغاړي یې په کمو منډو وسوځیدل.

د افغانستان له اړخه په ټوپ اچونه کې راشد خان درې محمد نبي او فضل الحق فاروقي دوه، دوه لوبغاړي او مجیب الرحمان، عظمت الله عمرزي او فرید ملک یو، یو لوبغاړی اوټ کړ.

افغانستان لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر حشمت الله شهدي تر ټولو زیاتې یعنې ۳۸ منډې وکړې او ترڅنګ یې محمد نبي هم ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

پنځوس اوریزې نړیوالې سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه تر سره کېږي او شل اوریزې لوبې هم راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او د دغې بڼې په درجه بندې کې هم شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه درې سیریزه ترسره کړې چې د ۹ سیالیو له منځه یې ۷ لوبې په خپل نوم کړې دي او اوسمهال د ۷۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه پنځم مقام له ځان سره لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه