د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه مړ کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې طالب امنيتي چارواکي د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په «لوی لهر» کلي کې د يوه کس د جسد د پيدا کېدو خبر ورکوي.

د سپين بولدک ولسوالۍ له پاره د طالبانو امنیې قومندان محمد هاشم محمود نن (چهارشنبه، ۱۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه مړي جسد د همدې ولسوالۍ د پنځمې حوزې اړوند د «لوی لهر» په کلي کې غره ته څېرمه موندل شوی.

نوموړي زياته کړه، چې د مړه شوي کس جسد د لمر‌ وړانګو سوځولی او د بدن ځينې غړي يې حيواناتو خوړلي.

د بولدک ولسوالۍ امنيې قومندان په وينا تراوسه نده معلومه شوې چې ياد کس څنګه او د چا له لوري وژل شوی.

محمود وایي، ياد کس څو ورځې وړاندې وژل شوی او له مړه شوي جسد سره پېژند پاڼه‌ او نور اسناد شتون نه لري څو یې هویت په ډاګه شي.

هغه وايې، اوس مهال د وژل شوي کس جسد د‌ سپین بولدک ولسوالۍ په دولتي روغتون کې پروت دی او د کورنۍ د غړو تر پيدا کېدو وروسته به یې هغوی ورته وسپاري.

د محمود له قوله: «د کلي خلکو جسد پيدا کړی و بيا زموږ سره په اړيکه کې شول او جسد مو د ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړ، تر اوسه يې د کورنۍ غړي ندي پيدا شوي، جسد هم نه پېژندل کېږي چي څنګه وژل شوی او چا وژلی.»

د یادونې وړ ده چې کندهار کې وروستيو امنيتي پېښو د عامو وګړو اندېښنې راپارولي او د مخنيوي غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه