د پکتیکا موټر چلوونکي: طالبان دې تحریب شوي پلونه بیرته ورغوي

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې موټر چلوونکي او د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د جګړو او سیلابونو له امله یې تخریب شويو پلچکونو د تګ–راتګ په وړاندې ستونزې را ولاړې کړې دي.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره چې له مرکز ښرنې ولسوالیو ته په غځېدلو لویو لارو کې ډیری پلونه او پلچکونه د ماینونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوي، چې د دوو ساعتونو مزل په څلورو ساعتونو کې طی کوي.

دوی غوښتنه کوي، چې طالبان دې د دغې ستونزې د هواري لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د پکتیکا خلک وایي، د طالبانو او دتېر حکومت جګړو له امله خراب شوي پلونه دې طالبان ورغوي

 سعید ولي چې مټاخان ولسوالۍ ته ټکسي موټر چلوي اطلاعات روز ته یې وویل، چې له مرکز ښرنې ان تر مټاخان ولسوالۍ پورې ګڼ پلچکونه په ماینونو ویجاړ شوي، چې خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.

د نوموړي په وینا که یاد پلونه بیرته ورغول شي، نو د سیمې د اوسېدونکو او پکتیا ته د تلونکو موټرچلونکو په وړاندې به شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.

هغه وویل: «زه له مرکز ښرنې مټاخان ولسوالۍ ته سوارلۍ موټر چلوم لاره ډېره خرابه ده، ځکه په لاره کې زیات پلچکونه یا په ماینونو ویجاړ شوي او یا هم په ځینو سیمو کې سېلابونو تخریب کړي دي، نو له همدې امله په خورا ستونزه کې یو او غوښتنه مو دا ده، چې طالبان باید دا بیرته ورغوي.»

د پکتیکا ټولو ولسوالیو ته د غزیدلو سړکونو پلچکونه یا په ماینونو الوځول شوي او یا سیلابونو خراب کړي

په ورته مهال بیا د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي شوکت زمان هم په دې برخه کې د شته ستونزو حل غوښتنه کوي. هغه وویل، چې اوس مهال له مرکز ښرنې یحیی خېلو ولسوالۍ ته نه یوازې لاره کنډو کپر ده، بلکې د تېر نظام پر مهال د جګړو او ماینونو له وجې جوړ پلچکونه تخریب شوي، چې اوس یې له امله د سیمې خلک په خورا ستونزو کې اچولي دي.

نوموړی په دې اړه وايي: «مونږ چې کله یحيي خېلو ولسوالۍ ته ځو او یا هم له هماغه ځایه ښرنې ته نو په لاره کې د پلچکونو ویجاړېدو له امله له ستونزو سره مخ کېږو، ځکه هلته چې کوم پلونه جوړ شوي و په تېر نظام کې د جګړو له امله ویجاړ شول او زیاتره یې بیا په ماینونو الوزول شوي دي.»

بلخوا بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په دې کار پیل کړی، تر څو د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته په غځېدلو لویو لارو کې ویجاړ پلونه او پلچکونه بیرته ورغوي.

طالبان وایي، هڅه کوي چې په خپلو پیسو تخریب شوي سړکونه او پلچکونه بیا ورغوي

د ټولګټو چارو ریس اکبر عادل زیاته کړې، د پلان له مخې یې هڅه پیل کړې، چې په پکتیکا ولایت کې ټول تخریب شوي پلچکونه د ریاست په خپلو امکاناتو ورغوي.

تېرو جګړو نه یوازې په پکتیکا بلکې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له وجې په لویو لارو کې پلونه او پلچکونه ویجاړ او یا یې هم ځینې برخې تخریب کړې دي. اوس طالبانو ویلي، چې د ویجاړو شویو پلچکونو او پلونو د بیا رغونې لپاره به پوره هڅه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه