ننګرهار کې د ګبینو تولید د تېر کال په پرتله دوه سوه ټنه زیات شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنکي وایي، چې سږکال یې په حاصل کې د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دې ولایت د شاتو مچیو د روزونکو اتحادې مشر ریاض محمد رودوال اطلاعات روز ته وویل، چې تیر کال یې د شاتو حاصل ۵۰۰ ټنه و، خو سږکال یې حاصلات ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوي چې د تیرو کلونو په پرتله دوه سوه ټنه زیاتوالی ښيي.

نوموړی وایي، تمه لري چې دا حاصلات به یې راتلوونکو نورو کلونو کې له دې هم زیات شي.

رودوال زیاتوي:«تیر کال ننګرهار کې د شاتو حاصل ۵۰۰ ټنه و خو سږکال به یې حاصلات ۷۰۰ ټنه ته لوړ شي او د حاصل د زیاتوالی لامل هم د شاتو مچیو زیاته روزنه او له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال دي چې زیاترو یې د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړې او هم د تیرو کلونو په پرتله ونې هم زیاتې شوي، چې دې هم د شاتو په حاصل کې زیاتوالی راوستی.»

نوموړی وایي، اوسمهال د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د شاتو مچيو ۶۵۰ فارمونه شتون لري، چې تر څلور زره د شاتو کورنۍ په کې روزل کیږي.

ننګرهار کې اوس مهال د مچیو ۶۵۰ فارمونه شتون لري چې سږکال به ټولټال ۷۰۰ ټنه شات تولید کړي

رودوال له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د کار پر وړاندې ننګونې د مناسب بازار نشتون یادوي چې له امله یې د دوی چارې ټکنۍ شوي دي.

رودوال زیاته کړه:« د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې اوسمهال ۶۵۰ د شاتو مچیو روزنځایونه موجود دي او په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، خو زمونږ د کار پر وړاندې لویه ستونزه د بازار نشتون دی او لامل یې دا دی، چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی؛ ځکه خو خلک په سم ډول د شاتو اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.»

د شاتو مچیو د روزنې په فارمونو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شوې.

عبدالحق له تیرو پنځو کلونو راهیسې د شاتو مچیو په رزونه بوخت دی نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که حکومت ورته د پلوڅې او بیرې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي عاید یې څو چنده لوړیدای او ګاونډیو هیوادونو د شاتو له انتقال خلاصیدای شي.

عبدالحق زیاتوي:«زمونږ د شاتو مچیو سږني حاصلات اوس د پخوا په پرتله زیات شوی او لامل یې همدا د مصنوعي ځنګلونو زیاتوالی دی، نو که چیرې حکومت د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې پام زیات کړي او مصنوعي ځنګلونه لا زیات جوړ کړي نو حاصلات زیاتیدای شي.»

د شاتو مچیو روزونکي وایي، که حکومت ورته د بېلابېلو بټو ځنګلونه جوړ کړي نو د دوی کاروبار به نور هم ښه شي

اخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار وایي، د شاتو مچیو د روزنکو ستونزو ته په پام د دغه ولایت د ښیوې ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بیرو د منصوعي ځنګل جوړیدل په پام کې لري.

مولوي عبدالستار زیاتوي:«ننګرهار د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د شاتو مچیو روزنکو لپاره د ښیوې ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بیرو یو ځنګل جوړوي چې په جوړیدو سره به د دوی ستونزې حل شي او همدارنګه د بازار موندنې په برخه کې هم خپلې هلې ځلې جاري ساتو.»

د کرنې ریاست مسولین وایې، د ننګرهار اقلیم د شاتو مچیو روزنې لپاره ښه مساعد دی، چې دا مهال په دې ولایت کې  کې له درې زور ډیرو کسانو د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه