پکتیکا کې لسګونه کسانو زده کړو ته د ماشومانو د هڅونې په موخه کمپاین پېل کړی

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ځینو ولسوالیو کې د سویډن او یونیسف موسېسو په هڅونه لسګونه کسانو د زده کړو په موخه کمپاین پیل کړی، تر څو خلکو  وهڅوي چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا یاد کمپاین یې د «ځئ چې ښوونځي ته ځو» تر نوم لاندې پیل کړی او په وینا یې چې بېلابېلو سیمو ته به یې وغځوي.

د یاد پروګرام یو تن ګډونوال معروف حیدري وویل، چې په پکتیکا ولایت کې لاهم ډیری داسې خلک شته، چې ماشومان ښوونځیو ته نه پرېږدي او ورباندې شاقه کارونه کوي.

نوموړي وویل: «مونږ نن ورځ راوتلي یو او د [ځئ چې ښوونځي ته ځو] تر نوم لاندې مو کمپاین پیل کړی، تر څو د ماشومانو کورنۍ او خپله ځینې زده کوونکي چې له زده کړو سره لېوالتیا نه لري، وهڅوو چې ماشومان ښوونځي ته ولېږي. دغه کمپاین کې لسګونه ځوانان او مشران برخه لري او له مرکز ښرنې وروسته به یې ځینې نورو سیمو ته هم وغځوو.»

په همدې حال کې بیا د مرکز ښرنې یو بل اوسېدونکي او د کمپاین ګډونوال راز محمد وايي، د کمپاین څخه یې ښوونځیو ته د هڅونې ترڅنګ بله موخه دا ده، تر څو یونیسف او نورې ادارې تشویق شي، چې په پکتیکا کې د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه همدا راز له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې ولسي خلک دې د تعلیمي بهیر د لا پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

بلخوا بیا د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي له یونیسف ادارې غوښتنه کوي، تر څو په طالبانو فشار راوړي، چې هیواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

په دې اړه د یوې تعلیمي ادارې مسوول واجد ګل واجد وايي: «مونږ نور باید له نمایشي کمپاینونو او غونډو تېر شو، ځکه اوس وخت د دې دی، چې نړیوال مرستندویه ادارې که هغه یونیسف شو یا بله کومه اداره هغوئ نه وغواړو، تر څو په نوي حکومت فشار راوړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

په پکتیکا ولایت کې زده کړو ته د ماشومانو هڅونې پروګرام په داسې مهال ترسره کیږي، چې لاهم د هیواد په ګڼو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکې له زده کړو محرومې شوې او لا یې هم طالبانو په اړه کوم هیله بښوونکی اقدام نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه