پنجشېر کې ځايي سرچينې: طالبانو د «مقاومت‌جبهې» یو غړی او زوی يې په ډزو وژلي

انځور: اطلاعات روز ته زالیږل شوی

اطلاعات روز: په پنجشیر ولایت کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې یو پلار او زوی په ډزو وژلي او څه باندې لس نور ملکي کسان یې بندیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، محمدشاه او زوى يې جاويد، طالبانو د «مقاومت‌جبهې» سره د اړيکو په تور په ډزو وژلي او د محمدشاه ورور د دغې ډلې له خوا نیول شوی دی.

یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دغه کسان نن (دوشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په «یلاق‌نشین» سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.

د هغه په ​​وینا، د مولوي حبیب الله حسام د تره زوی محمد شاه د «مقاومت جبهې» د مشرتابه غړی و.

د پنجشیر سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې مخکې هم په پنجشیر ولایت کې خلک د «مقاومت‌جبهې» سره د اړیکو په تور بندیان کړي، شکنجه کړي او وژلي دي.

تېره اونۍ یو سړی هغه مهال طالبانو ونیوه او تر شکنجې لاندې یې ووژه چې غوښتل یې غره ته پورته شي او د شپونکي څخه د خپلې رمې پوښتنه وکړي.

په پنجشېر کې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې سيمه ييز طالب چارواکو د دغه سړي له کورنۍ سره په ليدنه کې ومنله، چې نوموړي د دوى تر شکنجې لاندې ساه ورکړې. د سرچينې په وينا، طالبانو د وژل شوي کس کورنۍ ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه