اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند «کلاګې» سيمه کې يوې مور د اقتصادي ستونزو له امله خپل پنځه کلن ماشوم وژلی دی.
يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشنبه،۱۶ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وويل، چې يوې مېرمنې په خپل کور کې یاد ماشوم د ډبرې په ګزار ټپي کړی او وروسته يې ساه ورکړې ده.
سرچینه زیاتوي چې یادې میرمنې خپل ماشوم ځکه وژلی چې په کور کې یې د ماشوم د خوراک له پاره هیڅ نه لرل.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر سیاسي بدلون وروسته په هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله ډیر شمیر خلک په رواني ناروغۍ اخته شوي چې دکورنۍ غړو د وژلو تر څنګ یې د ځان وژنې هڅې هم کړي دي.
