اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې طالب ځواکونو په تیره یوه اوونۍ کې پاکستان ته د ۱۰۲۰ پسونو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
دننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (یکشنبه، ۱۵ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې امنیتي ځواکونو یې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت په چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې پاکستان ته د ۱۰۲۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
نوموړی وایي، د یادو پسونو د قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي، چې اوسمهال په امنیه قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دي.
په دې وروستیو کې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه پاکستان ته د پسونو د قاچاق راپورونه خپریږي، چې خلک یې د مخنیوي په برخه کې له طالب ځواکونو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
