پکتیکا کې د ښوونځيو زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي شکایت کوي

اطلاعات روز: پکتیکا د سویل ختیځ زون له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې اوسېدونکي یې د پوهنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د دغه ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو کې د  ښوونځيو زده کوونکي وايي، د درسي کتابونو کموالي له امله یې زده کړییز بهیر خورا له ستونزو سره مخ شوی.

د پکتیکا ولایت د تروې، وازیخوا، خوشامند، زیړوک، نکه او د برمل په ګډون د ځینو نورو ولسوالیو زیاتره ښوونځي د نورو ستونزو تر څنګ زده کوونکي د درسي کتابونو په برخه کې هم له مشکل سره مخ کړي دي.

په زیړوک ولسوالۍ کې د یو دولتي ښوونځي زده کوونکي وویل، چې د تعلیمي کال له پېل دوه میاشتې تېریږي، خو لاهم ورته کتابونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د تعلیمي بهیر د ښه والي لپاره دې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین د درسي کتابونو، مسلکي ښوونکو او نورو برخو کې شته ستونزو ته جدي پام وکړي.

د زیړک ولسوالۍ زده کوونکي وایي، د تعلیمي کال دوه میاشتې تیریږي خو لا هم کتابونه نه لر

هغه وايي: «مونږ دلته په زیړوک کې د یوې دولتي لېسې زده کوونکي یو، خو دوه میاشتې پوره شوې، بیا هم پوره کتابونه نه لرو او د یو کتاب په سر څلور یا پنځه شاګران سره راغونډ شوي یو. زمونږ غوښتنه له مسوولینو دا ده، چې د کتابونو غم مو وخوري تر څو په ښه شکل وکولی شو، درس ووایو او کورنۍ وظیفې ترسره کړو.»

د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ زده کوونکي هم د زیړوک په څېر له ورته ستونزې سره مخ دي، هغوئ وايي، د کتابونو کموالي له امله یې درسي بهیر نیم کله روان دی او ښوونکي هم نه شي کولی چې زده کوونکو ته د کتابونو کموالي له امله په سمه توګه درسي بهیر په مخ یوسي.

یو تن زده کوونکي ځواک داسې وویل: «مونږ په برمل کې کتابونه خو بیخي کم لرو، خو ترڅنګ یې په دې ولسوالۍ کې ډیری زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې درسونه وايي. اوس چې ښوونځي ته راځو نو هره ورځ څلور یا پنځه ساعته مضامین په تقیسم اوقات کې لرو، خو کتابونه راسره نه شته نو یوازې دوه یا درې کتابونه د درس لپآره راوړو.»

د پکتیکا ولایت د لېرې پرتو وازیخوا او تروې ولسوالیو اوسېدونکي بیا نه یوازې د درسي کتابونو له کموالي سره مخ دي، تر څنګ یې د ښوونځيو ودانۍ او ښوونکي هم نه لري.

د پکتیکا تروه ولسوالۍ تر اوسه له دولسم ټولګي فارغ زده کوونکي نه لري

د تروې یو تن قومي مشر  ملک بادار خان اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په تروې کې له دولسم ټولګي هیڅ فارغ زده کوونکی نه لري او نه هم تر اوسه ورته پام شوی دی.

د هغه په وینا د طالبانو په راتګ د پوهنې ریاست مسوولینو ورسره د شته ستونزو هواري لپاره ژمنې کړې، خو تر اوسه نه دي عملي شوي.

خان وویل: «مونږ په تروې کې درسي کتابونه خو څه چې مکمل ښوونځي نه لرو او تر اوسه مو زده کوونکي له دولسم ټولګي نه دي فارغ شوي، دلته څه موده وړاندې ځینې کسان د حکومت راغلي و د دغو ستونزو د حل ژمنې یې له خلکو سره وکړې خو بیا مو په سترګو هم نه دي لیدلي او نه یې کومه ژمنه عملي کړې ده.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین هم په لرې پرتو ولسوالیو کې د درسي کتابونو د کموالي ستونزه مني او وايي، تر ډېره په دې هڅه کې دي، چې ټولو زده کوونکو ته له اړتیا سره سم کتابونه وویشي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس میرزا علي خان سعید وايي، هڅه کوي چې د نړیواله مرستندویه ادارو په همکاري د ټولو ښوونځیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل: «مونږ په پنځو ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې زیاتې ستونزې لرو، یعنې هلته ودانۍ، مسلکي ښوونکي او نور امکانات خورا کم دي خو د دې د حل لپاره همداسې نه یو ناست، له موسېساتو سره مو شته ستونزې شریکې کړې او خپله مو وزارت ته ویلي، چې د کتابونو او نورو اړتیا د پوره کولو لپاره همکاري وکړي.»

پکتیکا د هیواد له پراخه مساحت لرونکو ولایتونو ګڼل کیږي، په ډیری سیمو کې یې زده کوونکي یا زده کړو ته لاسرسی نه لري او یا هم د کتابونو، د ښوونځیو ودانۍ نه شتون او ځینو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه