طالبان په سمنګان کې د ۴۰ پسونو پر سر څلور پسونه عُشر اخلي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: په سمنګان ولایت کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو له خوا د خلکو له مالدارۍ څخه د عُشر ټولولو لړۍ پېل شوې او د دې ډلې چارواکي له څلوېښتو پسونو څخه څلور پسونه عُشر اخلي.

د سمنګان ولایت د روی‌دوآب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل:«هره کورنۍ چې څلوېښت پسونه ولري باید څلور دانې یې د عُشر په توګه طالبانو ته ورکړي.»

په همدې حال کې د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار د «دلخکي» کلي يو بل اوسېدونکى وايي چې طالبان د دوی په کلي کې د څلورو پسونو بیې په اندازه پيسې ټولوي.

د هغه په ​​وينا، هر مالدار مجبور دی چې د څلورو پسونو په مقابل کې له دیرش تر څلویښت زره افغانۍ طالبانو ته جمعه کړي.

د غور د لعل سرجنګل ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځايي سرچینې وايي چې طالبان د ۴۰ پسونو لسمه برخه (عُشر) ټولوي.

طالبان له کرنیزو محصولاتو هم عُشر اخلي. په همدې حال کې یو شمېر کروندګرو د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو پر طالبانو نیوکه کوي چې په داسې یوه حالت کې عُشر ټولوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه