اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د هندي پلاوي سره په کتنه کې د هند څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه له سره پېل کړي.
دغه پلاوی د هند یوه جګپوړي ډیپلوماټ جې پي سنګ په مشرۍ نن (پنج شنبه، ۱۲ د غبرګولي) کابل ته راغلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي، چې دغه پلاوي له متقي سره د افغانستان او هند پر ډیپلوماټیکو اړیکو، دوه اړخیزه سوداګرۍ او د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د بیانې له مخې، متقي د هند دولت او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دا سفر د دواړو خواوو ترمنځ یو ښه پېل وباله او د هند د وروستیو بشري او طبي مرستو له امله یې مننه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړی چې هند باید خپلې بندې پروژې او ډیپلوماټیک حضور بیا پېل کړي او همدارنګه افغان اتباعو په ځانګړې توګه محصلینو او ناروغانو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، هندي پلاوي ویلي چې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
دغه وزارت په یوه بیانیه کې د هندي ډیپلوماټ له خولې لیکلي، هند به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پر خپلو مرستو او همکاریو غور وکړي.
هغه ویلي، هېواد يې په دې وروستيو کې د افغان صادراتو پر مخ خپلې پولې او بندرونه پرانيستي او د افغانستان د صادراتو د زياتوالي لپاره به اسانتياوې برابرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د راشه درشه زیاتوالي لپاره د دواړو لورو ترمنځ هوکړه شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو پلاوي یې د افغانستان پلازمینې کابل ته د بشري مرستو د لېږلو د بهیر د څارنې په موخه سفر کړی دی. دغه پلاوی به د خپل سفر په ترڅ کې د بشردوستانه مرستو د وېش په برخه کې د نړیوالو سازمانونو له استازو سره وګوري.
