اطلاعات روز: ارزګان کې سيمه ييز مسوولین وايي، په دې ولایت کې د نورو کلونو په پرتله ۸ سلنه د غنمو حاصلات کم شوي چې لامل يې وچکالي او د کوکنارو زيات کښت یاد شوی.
په ارزګان ولايت کې د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي اطلاعات روز ته وويل، چې سږکال په دغه ولايت کې ۲۴زره ۹۸۵ هټکار ځمکه باندې د غنمو کښتونه شوي په داسي حال کې چې تېر کال پر ۲۷ زره ۱۵۸هټکار ځمکه باندې د غنمو کښتونه شوي وو، چې د تېر کال په پرتله اته سلنه کموالی ښیي.
هغه وايي سږکال د غنمو د حاصلاتو د کموالي لامل د اوبو نه شتون او ترڅنګ يې پر ځمکو د کروندګرو لخوا د زياتو کوکنارو کرل دي.

د حميدي په خبره دوی د راتلونکي کلونو لپاره پلان لري چې په لېرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو لپاره ګدامونه جوړ کړي ترڅو د غنمو حاصلات ښه شي.
نوموړي وويل:«په ارزګان ولايت کې په ۲۴ زره ۹۵۸ هټکاره ځمک باندې د غنمو کښتونه کرل شوي په داسي حال کې چې تېرکال پر ۲۷ زره ۱۵۸ هټکار ځمکه غنم کرل شوي وو، په تيرو کلونو کې به ۹۱ زره ۹۱۵ ټنه غنم ترلاسه کيدل سږکال به ۸۴ زره ۵۹۴ ټنه غنم ترلاسه شي چې دا اته سلنه کموالی ښیي.»
په ورته مهال عام خلک هم د غنمو کمو حاصلاتو ته سخت انديښمن دي او زياتوي چې سږکال د غنمو د کمو حاصلاتو له امله سر له اوس څخه د غنمو قيمتونه لوړ شوي دي.

د دغه ولايت يو اوسيدونکی سيدولي وايي، که څه هم دوی هېله درلوده چې د غنمو حاصلاتو په رسيدو سره به په دغه ولايت کې د غنمو قيمتونه ښه شي خو زياتوي چې ورځ تربلې د غنمو قيمتونه لوړيږي او په خبره يې چې د يوه من يا څلور نيمې کيلو غنمو قيمت تر ۲۵۰ افغانۍ پورې رسيدلی دی.
هغه وايي دې ته ډیره اندیښنه کوي چې په دې کمو غنمو کې بیا هم پاکستان هیواد ته د غنمو قاچاق روان دی.
نوموړی وويل: «په تيرو کلونو کې چې به کله د غنمو کښت ورسيده بیا به ورسره د غنمو قيمتونه ښکته شول خو سږکال چې د غنموحاصلات رسيدلي ورځ تر بلې د غنمو قيمتونه لوړيږي کيداشي له دې هم لوړ شي.»
د ترينکوټ يو بل اوسيدونکی حميدشاه وايي، په دغه ولايت کې هغه کسان چې زياتې يیسې لري په خپلو کورونو کې د غنمو ذخيرې جوړې کړي او په ښار کې غنم په همدي موخه اخلي چې يادي ذخيري ډکي کړي.
د حميدشاه په خبره چې دغه کسان ياد کار په دې هدف کوي چې هغه مهال چې د غنمو قيمتونه ډير لوړ شي بیا دوی ښار ته د پلورلو په موخه راباسي.
هغه د غنمو پر لوړو قيمتونو سخته انديښمن دی او په خبره يې چې اوس هم زیاتې کورنۍ شته چې په کور کې د خوراک لپاره هيڅ نه لري.
دی وايي: «هره ورځ موږ خبرونه اورو چې د افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته د غنمو قاچاق کيږي که دغه حال وي د غنمو قيمتونه به نور هم لوړ شي دلته په کور دننه یا ځيني پیسه داره خلکو د غنمو ګدامونه جوړ کړي غنم اخلي او ذخيره کوي يې کله چې دغنمو قيمت لوړ شي بیا دوباره پلوري.»
سږکال په ټول افغانستان کې د غنمو قيمتونه لوړ شوي چې له امله يې عام خلک سخت انديښمن دي.

د طالبانو حکومت د ماليې وزارت څه موده مخکي يوه اعلاميه خپره کړه او په کې راغلي و چې د افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته د غنمو انتقال منعه دی او هغه کسان چې په غيري قانوني ډول له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته د غنمو قاچاق کوي د دوی لخوا به سخته سزا ورکول شي.
که څه هم د طالبانو حکومت بهرنيو هېوادونو ته د غنمو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکړی دی خو لاهم په جنوبي ولايتونو هلمند او کندهار څخه د سرچينو د معلوماتو له مخکي د غنمو قاچاق ګاونډي هېواد پاکستان ته ترسره کيږي.
د طالبانو حکومت دماليې وزارت د غبرګولي پر ۹ نېټه خبر ورکړ چې افغانستان سږکال د غذایي اړتیاوو پوره کولو لپاره څه باندې دوه میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خوراکي توکو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ځکه د کورنیو د اقتصاد له کمزوري کېدو سره غنم ترټولو ارزانه خواړه دي چې بېوزلي خلک یې ترلاسه کولای شي چې اوس یې قیمتونه په لوړیدو دي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګروملتونو دې ادارې د تيرې پنجشنبې په ورځ پر نړیوالو غږ وکړ چې باید د افغانستان خلک هېر نه کړي.
د افغانستان خلک د یو نا معلوم سیاسي وضعیت ترڅنګ د سختې وچکالۍ او لوږې سره مخ دي چې د دغه حالت د کنترول لپاره واکمن حکومت تر اوسه کومه د پام وړ هڅه نه ده کړې.
