د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګیدنې دوام

اطلاعات روز: د نورستان ځايي اوسیدونکي وایي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ «د شام درې» په یوه ځنګل کې له تیرو څو ورځو راهیسې رامنځته شوې اور لګیدنه لاهم دوام لري.

د دغه ولایت یو قومي مشر شیرمحمد نن (سې شنبه،۱۰ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نورستان ولایت په نورګرام  ولسوالۍ کې د« باترنګ او چاهلیانو» په نوم د قومونو ترمنځ پر یوه ځنګل ناندرۍ راپورته شوي، چې له امله یې یوه قوم ځنګله ته اور ورته کړی دی.

نوموړی اندیښمن دی او وایي، که د نورګرام ولسوالۍ د شام درې په ځنګله کې لګېدلی اور حکومت ژر مهار نکړي، نو ویره شته چې دغه اور به د نورګرام له غرونو وروسته د الینګار، دواب، علیشنګ او دولت شاه غرونو ته هم ورسیږي.

شیرمحمد زیاته کړه:«د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې چې په یوه ځنګل کې کومه اور لګیدنه رامنځته شوې، لامل یې هلته د دوو قومونو چې د باترنګ او چاهلیانو په نوم یادیږي ترمنځ پر همدې ځنګل شخړه ده او یو قوم ځنګل ته اور ورته کړی دی، که حکومت یې مخنیوی ونه کړي زیات ځنګل به له منځه لاړ شي او کوم ونې چې ښوزیدلي زیاتره یې د نښترو او همدارنګه د جلغوزیو ونې دي.»

څو ورځې وړاندې د نورستان واما کې هم اور لیګیدل و چې قومي خلکو له منځه وړی و.

د نورستان یو بل اوسیدونکي اسماعیل بیا د دا ډول اورلګېدنو د دایمي مخنیوي غوښتنه کوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، حکومت ته په کار ده چې یاده اور لګیدنه مهار کړي او هم دې هلته د پرتو قومي ستونزو دحل لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

اسماعیل زیاتوي:«د نورستان ځنګلونه د زیات خطر سره مخ دي له حکومت غوښتنه کوو، چې د ځنګلو د سوځیدو د مخنیوي لپاره دې ګړندي ګامونه واخلي، ځکه ځنګلونه د نورستان د خلکو سرمایه او ملي شتمني ده، نو حکومت ته په کار ده چې د ساتلو په برخه کې یې کار وکړي.»

په همدې حال کې نورستان کې طالب چارواکي وایي، د یادې اورلګیدنې د مهارولو هڅې يې پيل کړي څو د ډېر زیان مخنیوی وکړي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس مولوي سمیع الحق حقبیان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په تیرو دوو اوونیو کې دا دریم ځل دی، چې د نورستان د بیلابیلو سیمو په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته کیږي.

نوموړی زیاتوي اوسنۍ اورلګیدنه د نورګرام ولسوالۍ اړوند« شام درې» په یوه ځنګله کې په قصدي ډول رامنځته شوې، چې لامل یې هلته د میشتو دوو قومونو ترمنځ د ځنګل پر سر شخړه ده.

هغه وویل، د ځايي خلکو په مرسته د اور د مهارولو هڅې دوام لري او په خبره یې له ننګرهار نه هم د اور وژنې مرستندویه ډلګۍ ور رسېدلې ده.

د حقبیان په خبره تر دې دمه اور شاوخوا شل جریبه ځنګل سوزولی او د لا زیان احتمال هم شته دی.

حقبیان زیاتوي:«د نورستان په مختلفو ځایونو دا دریم ځل دی چې اورلګیدنه رامنځته کیږي، دا اوسنۍ اورلګیدنه چې رامنځته شوې دا په قصدي ډول رامنځته شوې او لامل یې هلته د دوو قومونو ترمنځ پر ځنګل لانجه ده او هڅه کوو، چې عاملین یې ونیسو د یادې اور لګیدنې له امله زیات ځنګل سوزیدلی.»

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د نورستان په واما ولسوالۍ کې هم يو ځنګل اور اخيستى و، چې وروسته د ځايي خلکو په مرسته له منځه یوړل شو، خو د خلکو په خبره زیان یې ډېر وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه