اطلاعات روز: ننګرهار کې د تورخم ګمرک طالب چارواکي وایي، چې د مالیې وزارت په لارښوونه یې د تورخم له لارې د ډبرو سکرو د موټرو پر تګ بندیز ولګوه.
د تورخم ګمرک یوه طالب چارواکي نن (دوشنبه، ۹ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ماليې وزارت د لارښوونې پر اساس له دې وروسته د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه د مالېې وزارت یاده پریکړه د تورخم ګمرک له لارې د تازه مېوو صادراتو او د ترافیکي ګڼې ګوڼې دکمښت په موخه کړې ترڅو تازه مېوه خرابه نشي.
د ده په وینا له دې وروسته باید د ډبرو سکرو بار وړونکي موټر د پکتیا، پکتیکا او خوست له لارې صادرات ترسره کړي.
په دې وروستیو کې ځینو رسنیو د طالبانو په حواله ویلي چې دغې ډلې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي دي.
دې کار د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو غبرګونونه راپارولي دوی وایي، چې طالبان د سکرو د صادراتو په زیاتولو سره د افغانستان راتلونکي نسلونو ته پام نه کوي.
له دې وړاندې ننګرهار کې خښتو بټیو مالکینو شکایت کاوه، چې د ډبرو سکرو د بیو لوړیدو له امله په دغه ولایت کې زیاتره دخښتو بټۍ تړل شوي دي.
