اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په شاهي کانال کې یې د یوه ماشوم مړی موندلی چې اوبو راوړی دی.
لغمان کې یوې روغتیایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، نن (یکشنبه، ۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یاد ماشوم جسد روغتون ته د مرکز مهترلام اړوند «سه صدې» قریي خلکو سپارلی، خو تراوسه یې خپل خپلوان نه دي پیدا شوي.
د یاد ماشوم د مړینې خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي او د خلکو غوښتل شوي چې د کورنۍ په پیدا کیدو دې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چې داوړې موسم کې د سيند اوبو زياتېدو له کبله وخت نا وخت دا ډول پېښې رامنځته کېږي. تېره شپه په هلمند ولایت کې هم یو دوه کلن ماشوم د اوبو حوض ته تر لویدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی و.
