ننګرهار کې د بریښنا پرچاوۍ د صنعتي فابریکو چارې ټکنۍ کړي دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د برېښنا د پرچاوۍ له امله په صنعتي پارک کې د ۱۲۰ فابریکو فعالیت په ټپه ولاړ دی، چې له امله یې زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

د صنعتي فابریکو مسوولین وایي، د بريښنا پرچاوي او د طالبانو حکومت له لوري صنعتي فابریکو ته نه پاملرنه هغه څه دي، چې دوی ته یې لوی مالي زیان اړولی دی.

د ننګرهار په صنعتي پارک کې د اوسپنې د ویلې کېدو د اتحاديې مرستیال محمد طاهر پاچا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که د بریښنا په برخه کې یې شته ستونزې حل نشي د دغه ولایت صنعت به له منځه لاړ شي.

نوموړی زیاتوي، که د طالبانو حکومت یې ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، نو پانګوال به هېڅکله په دې ولایت کې د صنعت په برخه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

د اوسپنې ویلې کیدو فابریکه چې اوس مهال یې کار ولاړ دی

محمد طاهر پاچا زیاته کړه:«د ننګرهار په صنعتي پارک له ۳۰۰ زیاتې فابریکې شته چې په دې کې ۱۴ یوازې د اوسپنې او همدارنګه د مرمر، مرغ دانې او نورې فابریکې چې له ډلې یې ۱۲۰ فعالیت درلوده، خو له تیرې یوې میاشتې راهیسې د بریښنا د پرچاوۍ له امله یادو ټولو فابریکو فعالیت درولی او له امله یې شاوخوا دوه زره کسان بې روزګاره شوي او هم یې د فابریکو مالکینو ته مالي زیان اوښتی دی.»

په دې ولایت کې د صنعت کارانو د اتحاديې مشر حاجي تور ملنګ هم یادو ستونزو اندېښمن کړی  او وایي، که حالات همداسي دوام وکړي نو دا پاتي فابریکې هم له سقوط سره مخ کېدونکي دي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په یادو ۱۲۰ فابریکو کې زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې وه، خو اوس یې د فعالیت په دریدو سره ټول کاریګر بې روزګاره شوي.

تورملنګ زیاتوي:« د ننګرهار په صنعتي پارک کې ۱۲۰ فابریکو خپل فعالیت درولی او له امله یې نه یوازې چې صنتکارانو ته مالي توان رسیدلی بلکې د فابریکو په بندیدو سره زرګونه کسان بې روزګاره شوي او هره ورځ دوی ته د کار لپاره زنګ وهي چې کار وکړي خو د برق د نشتون له امله ورته وایو، چې فابریکې بندې دي، له حکومت غوښتنه کوو چې زمونږ ستونزو ته دې دحل لار پیدا کړي.»

د پلاستیک بوجیو جوړولو فابریکه چې تازه یې ننګرهار کې په کار پېل کړی

هغه کسانو چې له دې وړاندې په یادو فابریکو کې کار کاوه او اوس بې روزګاره شوي له حکومت غوښتنه کوي، چې د یادو فابریکو د فعالیت لپاره دې زمینه برابره او ستونزې یې ژر ور حل کړي.

بل لور ته د ننګرهار د بریښنا ریاست چارواکي صنعتکارانو ته د بریښنا په برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

د یاد ریاست یوې مهمې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی هڅې پیل کړي، چې ننګرهار کې د بریښنا پرچاوي راکمه او صنعتکارانو ته په دې برخه اسانتیاوې برابرې کړي.

په ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ نه یواځې  صنعتکاران بلکې عام وګړي هم سخت اندېښمن کړي.

عام خلک هم د ننګرهار په دې سختې ګرمۍ کې د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه لري او له چارواکو یې د حل غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه