اطلاعات روز: ارزګان کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې دوه نظامي طالبان د لامبو پر مهال اوبو وړي او مړه شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو داطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا محمد اصف اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پیښه تېره ورځ (جمعه، ۶ د غبرګولي) د ارزګان دهراوود ولسوالۍ په «دهزک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
ملا اصف زیاتوي یاد نظامي طالبان حافظ سعدالله او حافظ عابدالله نومیږي چې هلمند سیند کې د لامبو پرمهال اوبو وړي او وروسته یې مړي پیدا شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یو ځوان اوبو ډوب کړی و.
