کندهار کې ځايي مسوولين وايي، د دې ولايت په مرکز او ډنډ ولسوالۍ کې یو تن په چړې ځان وهلی او ساه یې ورکړې او بل کس د خپل پوروړي لخوا په ډزو وژل شوی دی.
مسوولین زیاتوي، د دغه ولايت د نهمې حوزې سپين مسجد کوڅه کې د اکبر شاه په نوم يو کس خپل ځان په چړې وهلی او وروسته يې ژوند له لاسه ورکړی.
د وژل شوي اکبر شاه پلار به خبره، چې زوی يې له کلونو راهيسي په رواني ناروغۍ اخته و او پرون يې خپل ځان په چړې وژلی دی.
د يو بل خبر له مخې بيا د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په امارت سیمه کې يو تن د خپل د پوروړي له لوري په ډزو وژل شوی دی.
طالب مسوولين دغه خبر تاییدوي او وایي، وژل شوی کس قدرت الله نومېږي او د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کلاچې کلي اوسېدونکی دی.
امنيتي مسوولين وايي، قدرت الله ډنډ ولسوالۍ ته په خپل پوروړي پيسې تللی و، خو هلته يې د پوروړي له خوا پري ډزې شوي او وژلی یې دی.
د طالبانو امنیتي مسوولین زیاتوي: «د قدرت پر عبيدالله آغا باندې ۲۰۰۰۰ افغانۍ پور و، نو هلته کلي ته پسې ورغلی وروسته هغه داسې ځای ته بېولی چې څوک نه وه او هلته يې وژلی، زموږ پلټنې دوام لري او ډېر ژر به يې قاتل ونيسو.»
په دې وروستیو کې په جنوبي ولایتونو کې شخصي وژنو زور اخیستی او د دې حوزې اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې د خلکو وسلې جمعه او په دې تړاو جدي اقدامات ترسره کړي.
