د لوګر دیني عالمان: طالبان دې په جوماتونو او عامه ځایونو کې د چاودنو مخ ونیسي

لوګر ولایت کې لسګونه دیني عالمانو په یوې راټولېدنه کې له طالبانو غوښتي، چې په عامه ځایونو او جوماتونو کې د چاودنو مخنیوی وکړي.

دغه عالمان په داسې حال کې د یادو بریدونو د مخنیوي غوښتونکي دي، چې په دې وروستیو کې په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د چاودنو له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ، ژوبله واوښته.

دیني عالمان وايي، که طالبان په اهل تشیع وګړو د بریدونو مخه و نه نیسي او د هغوی د امنیت خوندیتوب لپاره هڅې و نه کړي، نو هیواد کې به مذهبي تفرقه رامنځته شي.

په دې اړه یو تن دیني عالم وویل: «مونږ په جوماتونو کې په اهل تشیع وګړو وروستي بریدونه غندو او دا د خورا اندېښنې وړ خبره ده، په دې کې د طالبانو حکومت مسوول دی، دوی باید د هر چا امنیت تامین کړي او دې ته لاره هواره نه شي، چې خدای مه ګړه هیواد کې مذهبي جګړه پیل شي.»

دیني عالمانو همدا راز په اسلامي هیوادونو غږ وکړ، چې د افغانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو باید خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د دوی په وینا چې تر اوسه هیڅ اسلامي هیواد د افغانانو د شته ستونزو هواري لپاره د پام وړ هڅې نه دي کړي.

دیني عالم قاری نور صادق زیاتوي: «مونږ د افغانانو په اوسني ستونزمن حالت کې د لاسنیوي لپاره چې څومره اسلامي هیوادونو ته تمه وه، هماغسې و نه شول او د خپلو شخصي ګټو او د امریکا د خوشحاله کولو لپاره یې له افغانانو سره نه یوازې همکاري و نه کړه، بلکې لا یې په اوس وخت کې فاصله اخیستې ده.»

له لوګر وړاندې د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم خلکو په ملکي وګړو د بریدونو له امله اندېښنه څرګنده کړې او په مخنیوي کې یې د طالبانو امنیتي مسوولین مسوول بللي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه