اطلاعات روز: هیواد کې د پولیو واکسین د کمپاین د پېل سره هممهاله د ارزګان خلک نیوکه کوي چې په دې ولایت کې د واکسین د ښه تطبیق لپاره هیڅ ښځینه رضاکاره په دنده نه ده کمارل شوې.
د ارزګان اوسیدونکي د روغتیایي چارواکو غوښتنه کوي، چې د واکسین د ښه تطبیق په موخه دې د واکسین په ګرځنده ټیمونو کې رضاکاره میرمنو ته هم ځای ورکړي.
د ترينکوټ يوه اوسيدونکي غلام فاروق اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، که روغتيايي مسوولين په دغه ولايت کې د واکسين په برخه کې ښځينه رضاکارانې په دندو وګماري ورسره به د دوی ستونزې حل شي او ډيرو ماشومانو ته به واکسين ورسيږي.
هغه وايي، ارزګان کې کلتوري محدوديتونه زيات دي، زیاتره وخت نارینه په کورونو کې نه وي نو، د کور میرمنې نه شي کولای چې ماشومان د واکسین له پاره د باندې وباسي.
دا يواځي غلام فاروق نه دی چې له دغه ستونزې سر ټکوي بلکي په دې ولايت کې زرګونه نور کسان هم له ورته ستونزې یادونه کوي او له روغتیایي مسوولینو غواړي چې ښځینه واکسیناتورانې دې په دنده وګمارل شي.
پر همدي وخت يو شمير هغه ميرمنې چې د واکسيناتورۍ په برخه کې تجربه لري وايي، چې دوی چمتو دي چې په سيمو کې پر ماشومانو د واکسين د ښه تطبیق لپاره کور په کور واکسين وګرځوي.
ګل صديقه او یو شمیر نورې میرمینې چې په ترينکوټ ښار کې ژوند کوي وايي، چې دوی په دي برخه کې تجريه لري او په خبره يې چې چمتو دي چې هر کور ته واکسين ورسوي.
دوی زیاتوي خپلو ماشومانو ته د واکسين رسولو لپاره په کور کې څوک نه لري او غوښتنه کوي چې د عامې روغتيا ریاست دې په دغه ولايت کې ښځېنه واکسيناتورانې په دنده وګماري ترڅو په راتلونکي کې ماشومانو له واکسين څخه بې برخې نه شي.
ورته مهال په ارزګان کې د واکسين د برخې مشر محمدنبي محمدي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د واکسین به ګرځنده ټیمونو کې د رضاکاره میرمنو شتون ډیر اړین دی او په خبره یې چې یاده موضوع یې له وزارت سر شریکه کړې ده.
هغه وايي هيله لري چې په نږدي راتلونکي کې به يادې موضوع ته پاملرنه وشي او د نارينه رضاکارانو ترڅنګ به ښځينه واکسيناتورانې هم ماشومانو ته د واکسين رسولو په برخه کې په دندو وګمارل شي.
د روغتیا د مسوولينو د معلوماتو له مخي سږکال او تيرکال په ارزګان ولايت د پوليو کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې.
