اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، د تيرو دريو کلونو په موده کې يې سل جريبه ځمکه باندې د پستي باغونه جوړ کړي دي.
ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې ارزګان ولایت د پستې بوټو ښه حاصل له پاره مناسبه آب او هوا لري.
دی وايي:«موږ په ۱۳۹۷ کال کې د یوې موسېسې په مرسته په ارزګان کې سل جريبه ځمکه باندې د پستې باغونه جوړ کړل چې دغو باغونو اوس ښه حاصل ورکړی او ډيرو ځمکو لرونکو اوس د پستې باغونو جوړيدو ته مخه کړې ده.»
په ورته مهال هغه کسان چې په خپلو ځمکو کې یې د پستې باغونه جوړ کړي خوښ دي چې باغونو یې ښه پایله ورکړې ده.
دوی وايي، د ارزګان پسته ښه دانه او ګرم مارکيټ لري.
دغه باع لرونکي زیاتوي:«دغه دوه دري کاله کيږي چې موږ يې نيالګي کښينولي ښه حاصل ورکوي د افغانستان خلک غريبان دي که دغه ډول کرنیزو بوټو ته مخه کړي د خلکو اقتصادي حالت به ښه شي.»
بلې خوا بیا په ترينکوټ کې د کرنې اومالدارۍ برخې يو تن پوه صبغت الله صابر وايي چې پسته له اقتصادي اړخه ښه میوه ده، خواري يې کمه او ګټه یې زیاته ده.
هغه غوښتنه کوي چې کروندګر دې د نورو ناوړه بوټو پر ځای په خپلو ځمکو کې د پستې باغونه جوړ کړي ترڅو د بزګرانو اقتصادي ستونزې حل شي.
په ارزګان کې ډير باغونه د اوبو د نشت او جګړو له امله له منځه تللي چې اوس يو ځل بیا ځمکه لرونکي بوخت دي پر خپلو ځمکو باغونه جوړوي.
