زابل کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر۴۰۰ تنو ته پورته شوی

اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د شديدې نس ناستې (کولرا) ناروغۍ له امله يو تن مړ شوی او د اخته کسانو شمیر ۴ سوه تنو ته رسیدلی دی.

د زابل د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغلته په کولرا ناروغۍ ۴۰۰ کسان اخته شوي چې له هغې جملې څخه يو تن په خاک افغان سيمه کې مړ شوی دی.

د زابل د عامې روغتيا ریيس زياتوي چې د نس ناستي ناروغۍ د هر عمر لرونکي خلکو ته په ډېرې اسانۍ انتقالېږي او اوس مهال يې ځان د زابل د مرکز په ګډون تر ډېرو ولسواليو پورې رسولی چې ډیری ناروغان ښځې او ماشومان دي.

ده وويل، لومړي سر کې ځکه کولرا ناروغۍ زور واخيست چې په سيمه کې ډاکټرانو شتون نه درلود او په خبره يې چې د ډاکترانو په ورتګ سره يې دغه ناروغي کنترول کړې.

داکتر حکيمي وايي، د دې ناروغۍ له پيله بيا تر اوسه يوه د مړينې پېښه د خاک افغان په سيمه کې رامنځته شوې او کوښښ کوي څو د ټولو بستر شويو ناروغانو په صحي وضعيت کې پرمختګ او ښه والی راشي.

هغه د محل له خلکو غوښته کوي چې د ناپاکو اوبو له څښلو او استعمال څخه ډډه وکړي.

همدارنګه هغه وایي، چې بهرنیو موسېساتو ورسره په دې برخه کې هم مرسته کړې.

د ډاکتر حکيمي په حواله: «وضيعت عادي دی دا کومې پېښې چې ثبت شوي دا د اولو ورځو دي ځکه هغه وخت ډاکټران په ساحه کې نه وه، اوس زموږ روغتيایي ټيمونه په ساحه کې شتون لري هر څه زموږ تر کنترول لاندې دي خو بيا هم بايد ټول خلک احتياط وکړي چې په دې ناروغۍ اخته نه شي.»

په همدې حال کې د زابل د شاجوې ولسوالۍ يو تن ډاکتر حې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ناروغانو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی خو دا ناروغۍ په پوره ډول لا نه ده ورکه شوې.

دغه ډاکتر زیاتوي، خلک بايد پر ځان پام وکړي تر څو له دې ناروغۍ څخه په امن کې پاتې شي.

هغه وويل، اوس وخت د ټولو ناروغانو په منځ کې يوازې د ۳۰ کسانو روغتيايي حالت لږ نازک دی چې هغه يې هم تر درملنې لاندې دي.

د دې سیمې د ډاکټر په خبره: «د ناروغانو په منځ کې د ماشومانو او ښځو شمېر نارینه و ته ډېر دی ځکه د نارینه و روغتيایي سيستم قوي دی او بله خبره دا چې نارينه اکثره وخت پر کور نه وي، دا ناروغي په ډېرې آسانۍ سره له يوه انسان څخه بل ته انتقالېږي، بايد ټول پر ځان پام وکړو.»

د يادونې وړ ده چې د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې څو ورځې وړاندې د کولرا ناروغۍ خپره شوه او پر مهال يې لسګونه کسان په دغه ناروغۍ اخته شول چې لا یې هم زیاتوالی مومي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه