اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې ملي امنیت په یو موټر کې بار نیمه قیمتي کاڼي نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت موظفینو تیره ورځ ناوخته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ د ماما خیلو سیف الله جوړ سیمه کې د پلټنو پر مهال په یوه سراچه ډوله موټر کې ۱۳ بورۍ نیمه قیمتي کاڼي نیولي دي.
خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت په ګوشتې ولسوالۍ کې په یوه سراچه ډوله موټر کې په ۱۳ بوریو کې بار نیمه قیمتي کاڼي نیولي دي.» د خوږیاڼي په خبره د يادو قيمتي ډبرو سره يو تن هم نيول شوی، چې تر پوښتنو لاندې دی.
