په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، پر ملکي وګړو بریدونه باید ودرول شي او عاملین یې محاکمه شي.
ښاغلی بېنټ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې هممهاله د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د «سه دوکان» جومات څخه لیدنه کړې، چې د روژې په میاشت کې د یوه خونړي برید موخه ګرځیدلی و.
ددغه برید مسوولیت چې داعش ډلې پر غاړه واخیست، څه باندې ۱۲۰ شیعه عبادت کوونکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر تېره شپه (یکشنبه، ۱ د غبرګولي) په یوه ټویټ کې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلې یې دي چې پر ملکي وګړو بریدونه باید ودرول شي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ښاغلی بېنټ په لس ورځني سفر افغانستان ته راغلی. د نوموړي د سفر موخه د بشري حقونو د وضعیت ارزونه او د بشري حقونو د نړیوالو قانون په چوکاټ کې د افغانستان د ژمنو د عملي کولو په اړه بحث دی.
نوموړی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا په دې دنده ګومارل شوی. د نوموړي د ګمارنې موخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه، ارزونه او مستند کول اعلان شوي.
بېنټ په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې واک ته د طالبانو زسیدو راهیسې په دغه هیواد کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خراب شوی دی.
