اطلاعات روز: هلمند کې د يو شمير ولسواليو زده کوونکي شکایت کوي چې د زده کړو لپاره مناسب چارپیریال، مسلکي ښوونکي، کتابونو او درسي مواد نه لري.
د هلمند ولايت د باغران، ديشو او خانشين ولسواليو اوسيدونکي او د ښوونځیو زده کوونکي وايي، د ښوونځیو د پېل راهیسي درسي مواد او مسلکي ښوونکي نه لري او زیاتوي چې د طالبانو حکومت دې ورته پاملرنه وکړي.
د هلمند ولايت د باغران ولسوالۍ د ښوونځيو زده کوونکي وايي چې په ښوونخيو کې د يادو امکاناتو د نشت له امله د دوی زده کړې د خنډ او څنډ سره مخ شوي دي.
دوی پر طالبانو غږ کوي چې يادې ستونزې ورته حل کړي او په ښوونځېو کې درسي مواد ورته پوره کړي.
ورته مهال د هلمند لپاره د طالبانو د پوهني رییس مولوی محمد عوض انصاري یادې ستونزې مني او وايي، باغران، دیشو او خانشین ولسوالۍ يې لومړیتوبونه دي او په خبره يې چې دې ولسوالیو کې به د مسلکي ښوونکو تشه ډکه کړي او یونیسیف به هلته ګڼ شمیر محلي ټولګي هم پرانیزي.
د پوهني رییس وايي د کتابونو ستونزه به يي ډیر ژر حل شي ځکه کتابونه مرکز ته را رسیدلي او په نږدې ورځو کې به یادو ولسوالیو ته انتقال شي.
د هلمند په يو شمير ولسواليو کې د تېرو څلويښتو کلونو راهیسي ښوونځي تړلي وو، خو واک ته د طالبانو رسيدو وروسته د هلمند باغران ولسوالۍ کې په لومړی ځل د ماشومانو پر مخ د ښوونځيو دروازي خلاصې شوې.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د افغانستان په ډيرو ولايتونو کې په زرګونه ښوونځي جوړ شوي او زيات شمير ماشومانو پکې زده کړې کولې. خو کله چې د طالبان او تير حکومت ترمنځ د جګړې اور بل و د افغانستان په ډيری ولايتونو کې د زده کوونکو پر مخ ښوونځي وتړل شول او د هېواد د سلګونه ښوونځيو ودانۍ د جګړو پرمهال ويجاړې شوې چې لاهم ويجاړې او رغولو ته جدي اړتيا لري.
